1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کي موټربم چاودني سخته مرگ ژوبله رسولې

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې په کابل کي د پوليسو پر يوې ودانۍ موټربم بريد شوی دی. رسمي سرچينو په پيښه کې د ۹۵ کسانو د ټپیانيدو خبر ورکړی دی. د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو منلی دی.

https://p.dw.com/p/3NTh4
Afghanistan Kabul Verletzte nach Bombenanschlag
انځور: REUTERS

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تائيده کړې ده چې د چهارشنبې په ورځ سهار د کابل په لوېديځ کې د امنيتي حوزې ودانۍ ته نژدې موټربم چاودنه شوې ده.

تر مخکي د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار په تويتر کې ليکلي ول چي چاودنه موټربم وه ۳۴ کسان پکښې ټپيان شوي دي.

خو لږ وروسته يې بيا رسنيو ته وويل چې په دې چاودنه کې ۹۵ کسان ټپيان شوي دي چي ډيری يې د ښځو او ماشومانو په گډون ملکيان دي.

د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د کابل په لوېديځ کې يې هدف د »دښمن« د استخدام مرکز وو.

د عیني شاهدانو په حواله تر ډیر لیري ځایونو پورې د کورونو او دوکانونو هندارې ماتې شوي دي. تر اوسه پورې په پيښه کې د وژل شوو کسانو په اړه رسمي څه نه دي ويل شوي. خو ځای رسنیو ویلي دي چې په دې پيښه کې پنځه تنه وژل شوي دي.

په افغانستان کې چیرې چې ټاکل شوې ده د سپټمبر میاشتې په پای کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، په دې وروستیو اونیو کې ډیر شمیر بریدونه ترسره شوي دي.

آژانسونه/ ش.ن