1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کي د ناټو مقر ته نژدې سخته چاودنه سوې

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

په کابل کي د ناټو مقر ته نژدې درنې چاودني ښار لړزولی دی. د تلفاتو په اړه يې تر اوسه معلومات نه سته او نه يې هم چا مسئوليت منلی دی.

https://p.dw.com/p/3P1qG
Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي چي د کابل په شش درک سيمه کي د ناټو مقر ته نژدې د پنجشنبې ورځي په سهار شاوخوا ۱۰ بجې ستره چاودنه سوې ده.

د امريکا متحده ايالاتو سفارت او د ملي راډيو تلويزيون رياست هم د پيښي ځای ته نژدې دي.

په دې پيښه کي د تلفاتو په اړه سمدستي معلومات نه دي ورکړل سوي. سيمي ته امبولانسونه رسېدلي دي.

په ټولنيزو رسنيو کي له خپاره سوو انځورونو څخه ښکاري چي له يادي سيمي څخه سپين لوگي اسمان ته پورته کيږي.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي نه دی منلی.

(N.Z/S.R(dpa