1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو مرستي ژمنه

۱۳۹۷ آذر ۷, چهارشنبه

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د ژنیو کنفرانس په لومړۍ ورځ د مهاجرو او د افغانستان دننه بې ځایه شوي کسان د بحثونو موضوع وه. اروپایي اتحادیې په دې برخه کې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو مرستي ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/391v6
Genf-Konferenz über Afghanistan
انځور: UNAMA

د افغانستان د مهاجرو او دننه بې ځایه شوو کسانو د وضعیت په هکله د یوې غونډې چارې د ملګرو ملتونو د کډوالو چاري عالي کمیسیار فیلیپو ګراندي پرمخخ وړلي. په ژنیو کې د افغانستان په هکله د کنفرانس په لومړۍ ورځ «مهاجر خلک، بیا ستنیدل او دوباره ادغام» تر عنوان لاندې دغه غونډه تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم وینا وکړه. هغه هم د افغانستان د ملي وحدت حکومت د لاس ته راوړنو څخه یادونه وکړه، خو په عین وخت کې یي د مهاجرو وضعیت او افغانستان ته د بیا راستنیدونکو کسانو ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې د نړیوالو مرستو تیت او پرکوالي او کمښت ته اشاره وکړه. په دغه کنفرانس کې اروپایي اتحاديي له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونو يورو نوو مرستو ژمنه وکړه.

د اروپایي اتحادیې د نړیوالې همکارۍ او پراختیایي چارو کمیسیار نوین میمیکا، د افغانستان د ماليي وزیر همایون قیومي، سره د یوه تړون تر لاسلیکولو وروسته دغه مرسته اعلان کړه.

هغه په خپلو څرګندونو کې وویل چې د اروپایي اتحادیې دغه مالي مرسته د دولت جوړونې، د عمومي خدماتو په برخه کې د اصلاحاتو، روغتیا، عدالت او ټاکنو د ملاتړ او همداشان د مهاجرت او بې ځایه شوو کسانو اړونده مسایلو د حلولو په برخه کې ورکول کیږي.

د اروپایي اتحادیې د نړیوالې همکارۍ او پراختیایي چارو کمیسیار، په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل: «اروپایي اتحادیه د یوې ښې راتلونکي له پاره د افغانستان او د ولس تر څنګ اوږه په اوږه ولاړه ده.» د نوموړي په خبره د اروپایي اتحادیې د ۴۷۴ میلیونه یورو په ارزښت مرستې به د سولې او امنیت په هکله د چینلجونو د حلولو او په ټولنه کې د پایدارو اقتصادي زیر بناوو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

د شپږو میلیونو مهاجرو بیرته ستنیدل

ډاکټر عبدالله عبدالله، وویل: «افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې د مهاجرت او مهاجرو له کړکیچ سره مخامخ دی او د نفوس یو پر څلورمه برخه زیات یي په تیرو څلویښتو کلونو کې بهرنیو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی.»

د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره اوسمهال درې میلیونه مهاجر په ګاونډیو او د سیمي په نورو هیوادونو کې میشت دي. خو هغه له ۲۰۰۲م کال راهیسې افغانستان ته د شپږ میلیونه مهاجرو د بیرته ستنیدو خبره هم وکړه.

د افغانستان د مهاجرو او بیا راستنیدو چارو وزارت مرستیالې ډاکټرې عالمه له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «مهاجرت یوه ستونزه نه ده، بلکې یو فرصت دی. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د دې قضیې په هکله بیا له سره کتنه وشي او دې پدیدې ته باید په بل نظر وکتل شي.»

وچکالي او مهاجرت

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس، د وچکالۍ په هکله هم څرګندونې وکړې. تر دې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي دي چې د کړکیچونو او سختې وچکالۍ له کبله ۳،۵ میلیونه افغانان د لوږې له خطر سره مخامخ دي. وچکالۍ او جګړو یوازې په روان میلادي کال کې څه د پاسه ۳۰۰ زره افغانان د هیواد دننه له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې ۲۸مه) دغه کنفرانس چې د ملګرو ملتونو له خوا رابلل شوی، په یو شمیر نورو مهمو موضاعاتو بحثونه وشي.

رضا شیر محمدي/ ژنیو