1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو امريکايي وګړی د کرونا ويرويس ناروغۍ له امله مړ شو

۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبه

په بيجنګ کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت خبر ورکړ چې د چين په يووهان ايالت کې د کرونا ويروس ناروغۍ له امله يو امريکايي وګړی مړ شوی دی. د مړه شوي امريکايي کس عمر ۶۰ کاله ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3XSmH
China Wuhan Krankenhaus mit Corona-Patient
آرشيفانځور: picture-alliance/AP/Chinatopix

له بيجنګ څخه د آلمان خبري آژانس د شنبې ورځې (د فبروري ۸مه) رپوټ په حواله، په بيجنګ کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت منلې ده چې د چين په اووهان ايالت کې پر کرونا ويروس د اخته کيدو له امله يوه امريکايي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مړه شوي امريکايي کس عمر ۶۰ کاله ښودل شوی دی.

په بيجنګ کې د امريکا متحده ايالاتو سفارت په دې اړه په يوې مختصرې اعلاميه کې ويلي دي چې دغه امريکايي وګړی پر کرونا ويروس د اخته کيدو له امله د ووهان ايالت په يوه روغتون کې ساه ورکړې ده.

ووهان، د چين هغه ايالت دی چې د لومړي ځل له پاره په کې د کرونا ويروس خپور شو.

سفارت زياته کړې چې دا لومړنی امريکايي وګړی دی چې د کرونا ويروس ناورغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سفارت په اعلاميه کې د مړه شوي امريکايي وګړي په اړه، د هغه کورني حريم ته د درناوي په دليل، ډير معلومات نه دي ورکړل شوي.

چين د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۸مه) اعلان وکړ چې د دغه امريکايي په ګډون، په دغه هيواد کې د کرونا ويروس له امله د مړه شوو کسانو شمير۷۲۲ تنو ته رسيدلی دی.

   چين زياته کړې چې د تيرو ۲۴ ساعتونو په دننه کې ۳۳۹۹ نور کسان هم پر کرونا ويروس اخته شوي دي. چين دغه اعلان په داسې وخت کې کوي چې په تيرو دوو ورځو کې کرونا ويروس باندې د اخته کيدو په پیښو کې کموالی راغلی وو. په چين کې اوس مهال په مجموعي توګه ۳۴۵۴۶ تنه پر کرونا ويروس باندې اخته شوي دي.