1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په چين کې د کرونا مثبتې پيښې تر ټولو ټيټ حد ته راښکته شوي

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

چين نن يکشنبه خبر ورکړ چې پرون په دغه هیواد کې د کرونا ويروس يوازې ۱۶ نوې پيښې ثبت شوي دي. دا د تیرې مياشتې (جون) له ۱۷مې نيټې راپديخوا په دغه هیواد کې په يوه ورځ کې تر ټولو کمې پيښې دي.

https://p.dw.com/p/3b8Ai
China Wuhan Rückkehr zur Normalität
انځور: Reuters/China Daily

 

له پیکینګ څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله، د کرونا دغه نوې مثبت پيښې د چين په شمال شرقي ايالت، هيونګ جيانګ، کې ثبت شوي دي. دغه خبرنن یکشنبه (د اپريل ۱۹مه) ورکول سوی دی. په دغه ايالت کې د تيرو لسو ورځو په جريان کې د کرونا ټول ټال ۳۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي چې د ټول چين د ۷۳ پيښو څه باندې ۵۰ سلنه برخه تشکيلوي

په دغه ايالت کې د وروستيو اوونيو په جريان کې له روسيې څخه د مسافرو په راتلو سره د کرونا مثبتي پيښې يو څه ډيرې شوې وې خو اوس داخلي پيښې کمې شوي دي. 

د چين د روغتيا ملي کميسيون ويلي دي چې په نوو ۱۶ پيښو کې ۹ يې له بهر څخه راغلي کسان دي او پاتې نور يې د سيمې اصلي اوسيدونکي دي.

دغه کميسيون زياته کړې چې دا د مارچ له ۱۳ مې راوروسته په يوه ورځ کې تر ټولو لږ د کرونا مثبت پيښې دي چې ثبت شوي دي.

د تازه ارقامو له مخې، په چين کې تر دې مهاله ۸۲۷۳۵ کسان په کرونا ويروس اخته شوي چې ۴۶۳۲ تنه يې مړه شوی دی.

آژانسونه/م.ک.ص/م.ق.ن

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (د جنورۍ ۲۴مې نيټې):