1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کې اته کوچنيان د ښوونځي په لومړۍ ورځ وژل شوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د چين پر يوه لومړي ښوونځي د بريد په پايله کې اته ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. پوليسو يو ۴۰ کلن سړی نيولی دی.

https://p.dw.com/p/3OvMI
Symbolbild China Verdächtiger in Handschellen
انځور: Getty Images/China Photos

د چين په هوبای ايالت کې يوه سړي د ښوونځي اته زده کوونکي وژلي دي. دغه خونړۍ پېښه د ماشومانو د ښوونځي د پېل په لومړۍ ورځ وشوه. د «گلوبل ټايمز» په حواله د دوشنبې په ورځ د هوبای ايالت د انشي ښار پر ښوونځي په بريد کې دوه ماشومان ټپيان شوي هم دي.

پوليسو يو۴۰ کلن شکمن تن نيولی دی. د رسنيو د معلوماتو په حواله دغه سړی تېر کال له زندانه چېرته چې هغه د قتل د هڅې له کبله اته کاله تېر کړي ول، آزاد شوی وو. دولتي ادارو د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي. ويل شوي چې د قربانيانو له کورنيو سره به رواني مرسته وشي.

وسلې تر سخت کنترول لاندې دي

چارواکو نه ده په ډاگه کړې چې زده کوونکي څه ډول وژل شوي دي. په چين کې پر وسلو کنترول سخت دی. په ماضي کې د ښوونځي پر ماشومانو په ورته بريدونو کې له چړو او يا په لاس د جوړو شويو چاوديدونکو موادونو څخه کار اخيستل شوی دی.

د تېر کال په اکتوبر میاشت کې ېوې ښځې د وړکتون ۱۴ ماشومانو په يوه چاړه ټپيان کړي ول.

BS/NZ (dpa, afp, CNN)