1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په څرخي پله زندان کې د نشه يي توکو په اړه چارواکي څه وايي؟

۱۳۹۸ بهمن ۹, چهارشنبه

د افغانستان په ځینو زندانونو کې د مخدره توکو کارو بار او استعمال په يوې جدي ستونزي اوښتی. څو ورځي دمخه د څرخي پله زندان مرستیال چې زندان ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نېولی شوی وو، لومړی محکمې په شل کاله بند محکوم کړی.

https://p.dw.com/p/3WydG
Afghanistan Hinrichtung im Gefängnis Pul-e-Tscharchi
انځور: picture alliance/dpa/J. Jalali

څو ورځي وړاندي د نشه يي موادو د قاچاق په تور د څرخي پله زندان د مرستيال نيول او تازه په شل کاله بند محکومېدو يې په زندانونو کې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي په توگه اندېښنې لاپسې ډېري کړي دي.

د مدافع وکېلانو د یوې ټولنې مشر شیرین خان حبیب دویچه ویله ته وویل، له زندانونو د نشه يي توکو د کاروبار د په لسونو داسي دوسیو شاهد دی چې ترډېره په لوړه کچه کسان پکې ښکېل دي.

ښاغلی حبیب زیاتوي چې څرخي پله زندان کې پر نشه روږدو کم عمره ځوانانو ته هم نشه يي توکي په ډيرې اسانی سره لېږدول کیږي: «موږ چې هرځل زندانونو ته ځو دا راته ثابتیږي چې زندانونو ته د مخدره توکو قاچاق د عادي خلکو کار نه دی، ځیني لویې کړۍ پکې شاملې دي چې هغوی پکې ډېرې لویې ګټې لري.» 

زندانونو ته د نشه يي توکو په قاچاق کې د جګپوړو چارواکو د ښکېلتیا له پاره د څرخي پله زندان د مرستیال نېول کېدل د یوې بیلګې په توګه مطرح کیږي.

مسکراتو او نشه يي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز منلې چې د څرخي پله زندان مرستیال او دوه نورکسان یې زندان ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور په شل کاله بند محکوم کړي.

د دغه مرکز چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې تورن به د خپل موټر چلوونکي په همکاری له زندانه بهر نشه يي توکې رانېول او بیا به یې زندان ته لېږدول.

په زندانونو کې د نشه يي توکو کاروبار د مخنیوي هڅي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چي په زندانونو کې د نشه يي توکو د کاروبار د مخنیوي په موخه یې څارنه سخته کړې ده.

د دغه وزارت یوې ویاندې مروه امیني دویچه ویله ته وویل، د کورنیو چارو ځای ناستي وزیر امر کړی چې زندانانونو ته د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل له جګپوړي تر ټیټ پوړي، هر ډول کسان باید توقیف او څارنوالۍ ته معرفي شي.

نوموړې زیاته کړه: «د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کورني امنیت ریاست له زندانونو د خپل نظارت په پایله کې ۷۵۰ کسان نېولي دي چې په دغو کسانو کې ډیر یې د نشه يي توکو کاروباریان وو او ځیني یې جګپوړي کسان هم دي.»

حقوقپوهان وايي، زندانونه باید اصلاح ځایونه وي خو د افغانستان له زندانونو یوشمېر خوشې کېدونکي ډیری کسان ترهغې په سختو جرمونو کې ښکېل کیږي.

حقوقپوه شیرین خان حبیب وویل: «یو کس زندان ته د اصلاح په خاطر لیږل خو متاسفانه کله چې دغه کس له زندانه راخوشې شي نو متکرر مجرم ترې جوړیږي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې ولسمشرغني د زندانونو چارې یوې ملکي ادارې ته د سپارلو فرمان تېره اونۍ صادر کړی. د دغه فرمان پر بنسټ، له پوځي برخې ملکي ادارې ته د زندانونو چارو لیږد باید لږ تر لږ په دریو میاشتو کې بشپړ شي. ملکي ادارې ته د زندانونو د چارو ورسپارلو موخه، هلته د شته ستونزو هواری او د چارو غوره سمبالښت ښودل شوی دی.

اوسمهال په څرخي پله زندان کې شاوخوا لس زره کسان بندیان دي، چې وخت نا وخت له هغوی سره د ناوړه چلند راپورونه هم ورکول کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل