1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پیکینګ کې د «دوکسوري» طوفان له کبله د خلکو تخليه

۱۴۰۲ مرداد ۹, دوشنبه

د چین په پلازمینه کې د «دوکسوري» په نوم توفان له امله په لسګونو زره خلک خوندي سیمو ته لیږدول شوي او ډېري الوتنې لغوه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4UbFG
Unwetter in China I Doksuri
انځور: cnsphoto/REUTERS

 

د چین په پلازمینه کې د «دوکسوري» په نوم توفان له امله په لسګونو زره خلک خوندي سیمو ته لیږدول شوي او ډېري الوتنې لغوه شوي دي.

د چین په پلازمېنه پیکینګ کې د «ډوکسوري» په نوم توپان په ترڅ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله په لسګونو زره خلک له خپلو کورونو څخه خوندي سیمو ته کډه شوي دي. لکه څنګه چې د چین دولتي رسنيو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، تر ۳۱ زره ډېر خلک د تخليې له اقداماتو څخه اغیزمن شوي دي.

د رسنیو د خبر له مخې  د دوشنبې په سهار د پیکینګ له دواړو هوايي ډګرونو څخه تر ۱۸۰ ډیری الوتنې لغوه شوې. د الوتنې د څارنې اپلیکیشن له مخې سلګونه الوتنې هم ځنډول شوې دي.

په چین کي چاپيریال،«دوسکوري»
په چین کي چاپيریال،«دوسکوري»انځور: Lisa Marie David/REUTERS

په ځینو سیمو کې باران بې ساري و او د شپې په اوږدو کې اورګاډي ودرول شول. د اورګاډي کارکوونکو د مسافرو له پاره خواړه او د څښاک اوبه برابرې کړې. که څه هم د طوفان شدت کم شوی، ځکه چې د باران او سیلابونو احتمال شته، د هوا پېژندنې ادارې چارواکو ویلي دي چې د لوړې کچې خطر خبرداری په ځای پاتې دی.

د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، په پیکنګ کې کوم زیان او تلفات نه دي ثبت شوي. خو د پلازمینې په سویل کې، د دوکسوري  طوفان اغیزې لاهم احساس کیږي.

د راپورونو له مخې، د یوې لارۍ چلوونکی د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه ورک شو چې دوه لارۍ د هیبي ولایت په باودینګ ښار کې له یوه نړیدلي پل څخه ښکته ولویدلې.

له دې مخکې په تېرو دوو ورځو کې توپان د چين د فوجيان ولايت په يوه لويه برخه کې د سيلابونو لامل شوی دی. د دې له امله په سلګونو زره خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

د «ډوکسوري» په نوم توفان یو له خورا ځواکمنو توپانونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې چین ځپلی دی.

په داسې حال کې چې د دغه توپان شدت او ځواک په تدریجي ډول د کمېدو په حال کې دی، د هوا پېژندونکو خبرداری ورکړی چې د«خانون»په نوم توفان به د روانې اونۍ په اوږدو کې د چین سواحلو ته ورسېږي.