1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په پنجاب کې د القاعدې پنځه شکمن غړي نیول شوي دي

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

د پاکستان په سويل ختیځ پنجاب ایالت کې د القاعدې پنځه شکمن غړي د شپې د چاپې پر مهال نیول شوي دي. دغه خبر د جمعې په ورځ د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې یوه چارواکي ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3VOav
Pakistan Sicherheitskräfte Polizei
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د یوه چارواکي محمد عمران، له قوله لیکلي دي چې د پنجاب په ایالت کې دغه چاپه د دغه هیواد استخباراتي ادارې (آی اس آی) په همکارۍ ترسره شوې ده.

د محمد عمران په خبره شکمن کسان د پنجشنبې په ورځ ناوخته نیول شوي او په سیمه کې د القاعدې د فعالې څانګې چې »د هند په نیمه وچه کې القاعده«، نومیږي سره تړاو لري. عمران په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دغو کسانو د القاعدې ترهګرې شبکې یوه رسنیزه څانګه چلوله او په سیمه کې یې د القاعدې عملیات همغږي کول.

دغه چارواکي زیاته کړې چې یو نیول شوی کس د جعلي اسنادو د جوړولو ماهر وو او بل تن یې د دیجیتالي رسنیو متخصص وو. عمران دا هم ویلي دي چې په دغه چاپه کې الیکترونیکي تجهیزات، وسلې او ځانمرګي واسکټونه هم نیول شوي دي. د عمران په خبره شکمن کسان چې مخکې په سویلي بندري ښار کراچۍ کې اوسیدل په وروستیو کې ګجرانواله کې مېشت شوي ول، چې د القاعدې له پاره د بسپنو په راټولو کې هم ښکیل ول.

د القاعدې بنسټ ایښودونکی اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د می په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو په ځانګړې عملیاتو کې د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه په ایبټ آباد ښار کې ووژل شو.