1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په پاکستان کې ډینګي تبي۲۰ کسان وژلي دي

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

د پاکستان روغتیایي چارواکي په دغه سویل آسیايي هیواد کې د ډینګي تبې پر وړاندې مبارزه کوي. روغتیایي چارواکو په تیرو څو میاشتو کې د دغه ویروسي ناروغۍ له کبله تر لسو زرو زیاتې پيښو ثبتیدل او د ۲۰ کسانو مړینه تائید کړې ده.

https://p.dw.com/p/3Q927
Denguefieber in Pakistan
ارشیف انځورانځور: DW/A.Bacha

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې ۲۴مه) د پاکستان د ټولو سترو ښارونو روغتونونو ته داسې ناروغان ورتلل چې د ډینګي تبې علایم یې درلودل او دې چارې د دغه هیواد کمزوری روغتیایي سیستم تر فشار لاندې راوستی دی.

د پاکستان د روغتیايي چارو حکومتي سلاکار ظفر مرزا، په خبره د ډینګي تبې ۱۰۰۱۳ پیښې رپوټ شوې دي او له دغې ناروغۍ اغیزمنو شوو ناروغانو وړیا درملنه کیږي.

دغه ویروس چې د یوه میاشي په واسطه انسان ته انتقالیږي، هرکال په پاکستان کې یو شمیر انسانان وژني. دغه میاشې د ټولې نړۍ په هغو سیمو کې موندل کیږي چې هوا پکې توده وي.

ډینګي تبه کیدای شي د مفصلونو د درد، د زړه بدوالي، کانګو او په ځینو مواردو کې د تنفسي ستونزو، خونریزۍ او یا هم د بدن د ارګانونو د کار پریښودو سبب شي.