1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې زلزلې سخته مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

پولیسو ویلي دي چې په پاکستان کې شوې زلزلې ۱۹ کسان وژلي او ۳۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. تر دې مخکې د وژل شویو کسانو شمیر یوازې درې تنه ښوول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3QAb6
Pakistan Erdbeben | Menschen in Islamabad
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/M. Semih Ugurlu

د پاکستان په ختیځه برخې کې یوې پیاوړې زلزلې ځايي اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي دي چې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې یوه ودانۍ هم نړیدلې ده. د میرپور د پولیسو یوه چارواکي سردار ګل فراز، په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي دي: »۱۹ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.»

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکه پیژندنې د سروې ادارې ویلي دي چې د ریشتر په مقیاس د ۵،۲ درجې دې زلزلې مرکز د کشمیر په میرپور سیمه کې وو.

تر دې مخکې د زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس ۵،۸ درجې ښوول شوی وو.

د پاکستان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې پوځ سیمې ته هوایي او روغتیايی مرستې استولې دي. یوه پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې زلزله په ټول پنجاب او د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې احساس شوې ده.