1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د عمران خان پر ضد مظاهرې او د مظاهره کوونکو نیونه

۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعه

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد، مظاهرې کړي. هغوی پر خان باندې د اقتصاد د خرابولو او د اپوزیسیون د چوپولو تور لګوي.

https://p.dw.com/p/3Mm4v
Pakistan, Peshawar: Proteste gegen die Regierung von  Imran Khan
انځور: Reuters/F. Aziz

دغو مظاهرو ته د «تورې ورځې د مظاهرې» نوم ورکړل شوی او واک ته د عمران خان تر رسیدو یو کال وروسته ترسره کیږي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان همدا اوس له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او د دې هیواد سیاسي چاپیریال یو څه کړکیچن شوی دی.

په پاکستان کې د خوراکي توکو بیه لوړه شوې او د دې هیواد د پیسو ارزښت له انتخاباتو راهیسې ډیر ټیټ شوی دی. د اپوزیسیون غړي وایي چې په دې هیواد کې اوس رسنۍ هم سانسوریږي.

د پاکستان د «پي ام ال – ن» ګوند مشرې مریم نواز، چې تر دې مخکې یې حکومت گوښه شوی، په کویټه کې د مظاهرو پر مهال خپلو پلویانو ته وویل: «د عمران خان په حضور کې هره ورځ یوه توره ورځ ده.»

هغې پر عمران خان باندې تور ولګاوه چې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ امرونه مني او ویې ویل چې د اسلام آباد پر لور به مارش وکړي. خو هغې و نه ويل چې دغه کار به کله وکړي.

په کراچۍ کې هم د «پي پي پي» ګوند په زرونو ملاتړو د عمران خان پر ضد مظاهرې وکړې او د بلاول بهوټو څرګندونو ته یې غوږ ونیوه. په لاهور او پښور ښارونو کې هم د عمران خان پر ضد مظاهرې روانې وې.

خو تر دغو اعتراضونو څو ساعته مخکې پولیسو د حکومت په سونو مخالفین ونیول او د اعتراض کوونکو پر ضد یې په شدت سره اقدامات وکړل. د پاکستان د مسلم لیګ ګوند ویاندې رونا مسعود، ویلي دي چې پولیسو په ډیر شدت د اعتراض کوونکو پر ضد اقدام کړی. د هغې په خبره د دې ګوند ډیر پلویان پولیسو نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان حکومت د اعتراض کوونکو له خوا لګیدلي تورونه ردوي او وایي چې د پاکستان د اقتصادي ستونزو ریښه د تیرو حکومتونو په فساد کې ده.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف همدا اوس د فساد په تور په اووه کاله زندان محکوم شوی دی. د پاکستان بل پخوانی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، هم د اداري فساد په تور نیول شوی دی.

(ms/nz (reuters