1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي دوې مسلماناني په چړو وهل سوي

۱۳۹۹ آبان ۱, پنجشنبه

د فرانسې تر ایفل برج لاندي دوې مسلماناني د دوو نورو ښځو له خوا څو واره په چړو وهل سوي او سختي ټپیاني سوي دي. دغه پيښه په پاریس کي د تاریخ پر یوه معلم باندي تر حملې وروسته رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/3kGfU
Polizisten vor dem Eiffelturm in Paris
انځور: picture-alliance/dpa/G. Horcajuelo

تر دغي حملې وروسته د فرانسې پولیسو دوې ښځي د جرم په شک نیولي دي. د رپوټونو پر اساس د هغوی تر منځ شخړه په تشدد او نژادي توهین باندي تبدیله سوې او هغوی د «چټلو عربانو» د نارو په کولو سره پر هغوی باندي په چړو سره حمله کړې او ټپياني کړي يې دي.

یوې زخمي سوي مسلماني وروسته وویل چي حمله کوونکو چاړه راوایستله، دا یې پر سر، لاسو او ځیګر باندي ووهله. تر دې دمخه دغو مسلمانو ښځو له هغوی څخه هیله کړې وه چي خپل سپیان په پړيو باندي وتړي.

پر دغو دوو الجزایري الاصله مسلمانانو باندي حمله د تیري یکشنبې په ورځ ترهغه وروسته کیږي، چي د یوه متعلم له خوا پر معلم باندي په پاریس کي حمله کیږي او په قتل رسیږي.

د رپوټونو په حواله د معلم احتمالي قاتل یو ۱۸ کلن ځوان دی، چي د مکتب تر رخصتۍ وروسته یې هغه ته لار نیولې، په چړې باندي يې وواهه او په قتل یې ورساوه. د فرانسې جمهورئیس ایمانوییل ماکرون دغه عمل یوه «ترهګري حمله» بللې ده.

مقتول د تاریخ معلم وو چي د درس ورکول په جریان کي یې د «بیان د ازادۍ» پر سر بحث باندي د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) کاریکاتور ښکاره کړی وو.

رپوټونه همدارنګه وايي چي دغه ځوان چي پر پولیسو باندي یې د حملې کوښښ کاوه، د هغوی له خوا وویشتل سو او ووژل سو.

ق.ن/ن.ز (AG)