1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ټوله نړۍ کې د ملاریا عفونت مخ پر ډیریدو دی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

ملاریا یوه خطرناکه عفوني ناروغي ده او په نړۍ کی د پرمختگ پر وړاندي یو خنډ بلل کیږي. له هغې سره مبارزه آسانه نه ده. اوس د نړۍ څه ناڅه نیمايي نفوس په ملاریا د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/4f8mf
Nigeria Gangs Gewalt Bürgerwehr Entführung
انځور: Sunday Alamba/dpa/picture alliance

د د اپریل ۲۵مه د ملاریا نړیواله ورځ ده. ډاکټران له گواښ سره مخامخو سیمو ته د سفر پر وخت د احتیاطي مخنیوی په هکله مشورې ورکوي. دا چي دغه گرمسیره ناروغي څومره پراخه سوې او څرنگه ورڅخه ځان  ساتلای سو، د مسافرت د طب مرکز (CRM) او کارپوهان یې په هکله مشورې ورکوي.

په نړۍ کي د ملاریا څومره پیښې موجودي دي؟

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د تازه رپوټ له مخي، په ۲۰۲۲م کال کي شاوخوا ۲۴۹ میلیونه انسانان په دغې گرمسیرې (استوايي) ناروغۍ اخته سوي دي چي دا رقم د هغه د تیرکال په پرتله څه د پاسه ۵ میلیونه زیاتوالی ښيي چي په ښکاره ډول د کرونا تر پیښو ډېري دي.

آیا ملاریا د کمیدو په حال کي ده؟

د ملاریا کمیدل د ملګرو ملتونو د زریزې له اهدافو څخه یو وو. د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو دېري هلي ځلي کړي، تر څو د روغتیايي سیستم د پراخیدو، واکسینونو او دارو درملو او همدارنگه محافظتي کالیو او پشه خانو له لاري د دغي ساري ناروغۍ د پرمختگ مخنیوی وکړي. د ملاریا له امله د مړیني پیښې د ۲۰۰۰ م او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ تقریباً ۶۰ سلنه وې.

په دا وروستیو کي که څه هم دغه شمیرې یو څه زیاتي سوي دي: داسې نخښې موجودي دي چې د ملاریا پرازیت مقاومت کوي، یعني د فعال آرټیمیسینین په وړاندې چې تر اوسه پورې د ټولو دارویی درملنو زړه بلل کېد.

ملاریا تر ټولو ډیر په کومو ځایو کي د خپریدو په حال کي ده؟

په اوس وخت کي د نړۍ څه ناڅه نیمايي نفوس د ملاریا له اخته کیدو سره مخامخ دی. د پام وړ شخصي اغیز، خو د روغتیايي سیستمونو او اقتصاد له پاره لګښتونو سره هم.

په تیره بیا د افریقا د صحرا جنوب، چیري چي د نړۍ له عفونتنو څه د پاسه ۹۳ سلنه پیښې رامنځته کیږي. خو د آسیا او جنوبي امریکا ډېري سیمې هم په خطرناکو سیمو کي شاملیږي.

په آلمان کي یې پیښې څومره دي؟

په آلمان کي په ۲۰۲۲م کال کي رابرت کوخ انستیتوت د ملاریا مجموعاً ۷۶۵ پیښې ثبت کړي دي، د اخته کیدو ۹۸ سلنه پیښې یې په یوه افریقايي هیواد کي رامنځته سوي وې.

ملاریا څه ډول انتقالیږي؟

ملاریا د یوې واحدې حُجرې (پلاسموډیم) له امله رامنځته کیږي چې د ښځینه انوفیل غوماشې له خوا له یو شخص څخه بل انسان ته لیږدول کیږي. کله چي په ملاریا باندي یوه اخته سوې غوماشه نیښ وهي، د ناروغۍ د رامنځته کیدو عوامل د انسان ویني او وروسته اینې ته ننوزي.

له یوې څخه تر دوو اونیو پوري په اصطلاح میروزوائټس دومره زیات تکثر کوي چې د اینې اغیزمن سوي حجرې ټوټه ټوټه کوي او په دې توګه بیرته د وینې جریان ته ورځي. هلته دوی د وینې پر سرو حجرو برید کوي او بیا دومره ډیر تکثر کوي تر هغه چې دا حجرې ټوټې ټوټې سي او ناروغي بیا د وینې جریان ته ننوځي. د تکثر تر څو دورو وروسته، د وینې سرې حجرې په ناروغۍ ککړې کیږي.

د ملاریا کوم ډولونه موجود دي؟

د پارازیتو د بیلابیلو ډولونو له امله د ملاریا مختلف ډولونه هم رامنځته کیږي. انسانان کیدای سي په ملاریا ترپیکا، ملاریا تیرتیانا او یا هم ملاریا کوارتانا ډولونو باندي اخته سي. ملاریا تروپیکا یې تر ټولو عام او خطرناک ډول دی چي ډیر ژر د انسان ژوند له خطر سره مخامخ کولای سي.

آیا ملاریا یوه ساري ناروغي ده؟

هر هغه څوک چي په ملاریا اخته سي، نورو ته نه انتقالیږي. دا ځکه چي له یوه انسان څخه بل انسان ته د هغه سرایت ناممکن دی.

د ملاریا علایم کوم دي او د ناروغۍ بهیر یې څه ډول وي؟

د ملاریا لومړني علایم په حقیقت کي نامعلوم شکایتونه لکه تبه، د سر او بدن د غړو دردونه، خوَله کول او له یخې تبي سره لړزه وي، یعني په عمومي صورت سړی ځان ناروغ احساسوي. ډېر وخت اسهال، خوا گرځیدل او ټوخی هم رامنځته کیږي. ځیني وخت دغه علایم په اول سر کي کمزوري وي، هغه ته ډېر وخت د گریپې او یا هم د معدې او کولمو د میکروبي کیدو په سترگه کتل کیږي. کله چي د دغې ناروغۍ درملنه ونه سي، نو د ملاریا ډول ۲۴ ساعته پس له اخته کیدو د ناروغۍ په یوه سخت بهیر تبدیلیږي چی ښايي حتی د مړیني سبب سي.

آیا د ملاریا له پاره واکسین موجود دی؟

د ملاریا په وړاندي تر اوسه کوم قوي واکسین په اختیار کي نسته. په ۲۰۲۱م کال کي د (RTS,S/AS0) په نوم د ملاریا یوه لومړني واکسین  د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا یو جواز ترلاسه کړ. د هغه په مرسته په تیره بیا د ملاریا له گواښ سره مخامخو سیمو کي کوچنیان واکسین کیږي. د هغه اغیز فقط ۳۰ سلنه دی، خو کیدای سي د ناروغۍ د خطرناک بهیر مخنیوی وکړي او د میلیونونو انسانان ژوند وژغوري.

د ملاریا له غوماشو څخه د ساتني تدابیر

په اول نظر سړي ته مناسب کالي او پشه خانې فکر ته راځي. د ملاریا سرایت کوونکي غوماشي (انوفیل) د لمر لویدو او د شپې له خوا ډېري فعالي وي، له همدې کبله سړی باید په دغه وخت کي پټ کالي واغوندي او د چیچلو له گواښ سره مخامخ بدن د پوست نور ځایونه په کیمیاوي موادو غوړ کړي. د خوب د کوټو په کړکۍ کي باید جالۍ نصب او د خوب پر کټ باید په ټاکلي فاصلې سره پشه خانې ودرول سي.

GP/NZ/AG