1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په ټوله نړۍ کي د کرونا پیښي نوري هم ډیریږي

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

پداسي حال چی ډیرو هیوادونو پر تګ راتګ باندي نورهم سخت محدودیتونه وضع کړي، بیا په کرونا د اخته کسانو شمیر په ټوله نړۍ کي مخ پر لوړیدو دی. اوس دغه ویروس جنګ ځپلي هیواد سوریې ته هم رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3Zu6d
Coronavirus in Syrien Damaskus Desinfektion in Altstadt
انځور: AFP/L. Beshara

تایلنډ

د کرونا سره د مبارزې په خاطر ۵۰۰ عسکرو د تایلنډ د پایتخت ،بنکاک سړکونه ضدعفوني کړل. دا پنځم وار دی، چي په بنکاک کي دغه ډول عمل تر سره کیږي.  د کرونا د بحران له وجهي په دغه ملیوني ښار کي پرعامه ژوند باندي سخت محدودیتونه وضع سوي او عملأ هرڅه په ټپه دریدلی دی: مکتبونه، مغازې او رستورانونه رسمأ تړل سوي دي. شاهي قصر ،کوم چي ډیر ټورسټي ځای دی، د اپریل تر نیمايي پوري تړلی پاتیږي.

خو خوراکي مغازې او درملتونه خلاص پاتیږي. ددغه جنوبي اسیاهیواد د روغتیا د وزارت په حواله په دغه هیواد کي د کرونا پيښي ۱۲۲ نوري هم ډیري او ۷۲۱ ته پورته سوې.

کاناډا

کاناډا نه غواړي، چي په هیواد کي یې د کرونا د دوامداره پيښو په سبب ټوکیو ته د المپیک او د معیوبینو المپیک ته څوک ولیږي، په هغه صورت کي چي د جولای د ۲۴ مي څخه د اګست تر ۹ پوري د مسابقو وخت همداسي پاته سي.

د کاناډا د المپیک ملي کمیټې وویل، چي»خبره د سپورټمینانو پر صحت نه، بلکي د انسانانو پر صحت باندي ده.«

د بلي خوا بیا د اسټرلیا د سپورټ کمیټې د خپلو سپورټمینانو څخه وغوښتل، چي ددې کال مسابقو ته نه، بلکه ۲۰۲۱ کال المپیک ته امادګي ونیسي.

Globus mit Stethoskop
د کرونا ویروس ټوله نړۍ ګواښيانځور: picture-alliance/Chromeorange/

جرمني

د جرمني د سوسیال ډیموکراټانود حزب د پارلمان فراکسیوني مشر، رالف موڅه نیش د کرونا ساري مرض د جرمني په تاریخ کي یو تر ټولو سخت بحران وباله. هغه یوې المانۍ ورځپاڼي ته وویل »د کرونا بحران تر ټولو پخوانیو بحرانو سخت او خطرناکه دی. هغه سخت صحي، اقتصادي او اجتماعي ابعاد لري. پداسي حال کي ،چي د ځینو کسانو لپاره د ژوند او مرګ خبره ده، بیا د نورو لپاره د هغوی د اقتصادي ژوند د اساس له منځه تلل دي.«

د جرمني د تحقیقاتي مسایلو وزیرې، انیا کارلیچیک حریفو شرکتونواو هیوادونو ته د کرونا ویروس د جوړولو په خاطر د واکسین جوړولو پرسر مبارزې څخه خبرداری ورکړی دی.په خبره یې »داچي هر هیواد کوښښ کوي، واکسین جوړ کړي او تفاهم رامنځته نه سي،دا د حل یوه ښه لار نه ده«

هندوستان

په هندوستان کي ډیرو موټر جوړولو شرکتونو خپل کارونه بند کړل. ددغه هیودا د موټرجوړولو ترټولو لویو شرکتونو، لاډا او سوزکي انډیا تر څنګ میریسډس بنز، فیات،هونډای او نورو شرکتون ود هندوستان په شمال او غرب کي خپل کارونه د مارچ میاشتي تر اخره پوري متوقف کړل.

په عین حال کي فیاټ اعلان کړی دی، چي هیڅ کار ځای له منځه نه وړي، د جرمني د فولکس واګون شرکت هم په هندوستان کي خپل ورکشافونه وتړل.

سوریه

Syrien Damaskus Coronavirus
د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د کرونا ضد اقداماتانځور: DW/H. Levent

سوریې لمړنئ د کرونا واقعه ثبت کړه. د سوریې د صحت عامې وزیر، نثار ال یازیجي یوې دولتي رسنۍ ته وویل، چي یوه شل کلنه ښځه په کرونا اخته سوې او لازم تدابیر ورته نیول سوي دي.دغه ښځه تر طبي معالجې لاندي نیول سوې او د ۱۴ ورځو لپاره قرانطین سوله.

په تیرو ورځو کي په سوریه کي د کرونا پيښو په هکله ناتایید سوي خبرونه موجود وه. ددغه هیواد صحي سیسټم،چي د نهه کلن جنګ په جریان کي سخته ظربه لیدلې ده، خو بیا یې هم چاروکي ددغه مرض شیوع پټه ساتي.