1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

په ټاکنو کې د پوتين بريا او د لویدیځ غبرګون

۱۴۰۲ اسفند ۲۸, دوشنبه

تر ټاکنو وروسته د دولتي نظر پوښتنو نتايج ښيي چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين په ټول هېواد کې تر درې ورځنيو ټاکنو وروسته په پنځم ځل د ولسمشر کیدو په درشل کې دی.

https://p.dw.com/p/4drVb
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتينانځور: Maxim Shemetov/REUTERS

د روسیې د ټاکنو کميسیون د دوشنبې په ورځ په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولاديمير پوتين «ریکارډ جوړونکې» بريا ستايلې ده او ادعا یې کړې ده چې نوموړي ۹۷ سلنه رايې خپلې کړی دي. کميسيون زياته کړې ده چې په ټاکنو کې د رایې اچوونکو ونډه هم ډېره لوړه يعني ۷۷ سلنه وه.

د ټاکنو د کميسيون مشرې ايلا پامفيلووا، وويل چې د ۹۹ سلنه شميرل شويو رايو څخه «۷۶ ميليونه کسانو» پوتين ته رايه ورکړې ده. هغې د دې په زياتولو سره چې «موږ لوېدیځ ته وښوولو چې موږ متحد يو»، وويل چې «دا [د رايو] ريکارډ شمير دی.»

د يکشنبې په ورځ د رایې اچونې وروسته د دولتي نظر پوښتنو په حواله د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، ښايي په ټول هېواد کې ټاکنې ګټلي وي.

د «VTsIOM» په نوم موسسې تر ټاکنو وروسته نظر پوښتنو ښوولې ده چې ۷۱ کلن پوتين په ټول هېواد کې ټاکنې ګټلي دي. زياته شوې ده چې نوموړي د دې درې ورځنيو ټاکنو په ترڅ کې چې په اصل کې یې پکې هيڅ اصلي مخالف کانديدان نه لرل، د اټکلونو پر اساس ۸۸ سلنه رایې خپلې کړي دي.

که چېرې په رسمي توګه تائيد شي نو دا به د پوتين له پاره چې د ۲۰۱۸م کال په ټاکنو کې ۷۶،۷ سلنه رایې ترلاسه کړې وې، يو ريکارډ وي.

د کې جي بي دا پخوانی جاسوس به ښايي له تېرو ۲۰۰ کلونو راهېسې د روسیې هغه مشر وي چې ډېره موده په واک کې پاته شوی دی او په دې توګه له جوزف ستالين څخه مخکې شوی دی.

پوتين په داسې حال کې د نورو شپږو کلونو له پاره د خپلې واکمنۍ غځولو ته چمتووالي نيسي چې د بل ډول فکر لرونکو پر وړاندې یې يوه بنسټيز چلن ته لاره هواره کړې ده.

د مساحت له پلوه په دې ستر هېواد کې هيڅ نړيوالو څارونکو د ټاکنو څخه نظارت نه دی کړی.

د ټاکنو پر مهال د اوکراين بريدونه؟

په روسيه کې د ولسمشرۍ دا ټاکنې په داسې حال کې کيږي چې دوه کاله تر مخه ولسمشر ولاديمير پوتین،پر اوکراين له يرغل سره د دويمې نړيوالې جګړې راهېسې د اروپا تر ټولو خونړی کړکيچ چې نوموړی یې «ځانګړي پوځي عمليات بولي»، وپاروه.

د ټاکنو پر مهال د روسیې په يو شمير سيمو کې د اوکراين د احتمالي توغنديز او بې پيلوټه الوتکو بريدونو خبرونه ورکړل شول چې څو تنه پکې وژل شوي دي.

د لومړيو نتايجو تر اعلان وروسته، د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي پوتين يو د قدرت وږی «ديکتاتور» وباله.

زيلنسکي د ټولنیزو رسنیو له لارې وويل: «په نړۍ کې هر چا ته دا معلومه ده چې دا سړی، لکه په تاريخ کې په څو ځلې چې دا خبره تکرار شوې هم ده، د قدرت وږی دی او هر څه کوي چې د تل پاره په واک کې پاته شي. هيڅ داسې بد نشته چې هغه به یې د خپلې واکمنۍ د تلپاتې کولو په موخه ترسره نه کړي.»

امريکا: ټاکنې نه آزادۍ او نه هم رڼی وې

امريکا متحده ایالاتو د روسیې ټاکنې غندلي دي او ويلي دي چې «دا په څرګنده توګه نه آزادې او نه هم شفافې دي ځکه چې پوتين خپل سياسي مخالفين بنديان کړي او نور یې د ده په مقابل کې له سيالۍ منع کړي دي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي دي چې د ټاکنو نتايج به «هيڅوک حيران» نه کړي.

د وزارت د ټولنیزو رسنيو په ايکس پاڼه کې راغلي دي: «د پوتين واکمني استبدادي ده، هغه پر سانسور، فشار واردولو او زور زياتي تکيه کوي. د اوکراين په اشغال شويو سيمو کې «ټاکنې» باطلې او د اعتبار وړ نه دي او له نړيوالو قوانینو څخه يوه بله سرغړونه ده.»

د آلمان د «تاګس شپېګل» ورځپانې د آلمان د ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير، د وياند په حواله ليکلي دي چې هغه [شتاين ماير] به پوتین ته د مبارکۍ ليک وا نه ستوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ديود کيمرون، د ټاکنو نتايجو رد کړي دي او د ايکس له لارې یې ويلي دي: «دا هغه څه نه دي چې موږ یې آزادې او شفافې ټاکنې وبولو.»

نيونې او احتجاجونه

د «او وي ډي – انفو» په نوم ډلې په حواله چې د منتقدينو پر وړاندې عمليات څاري، د يکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۸۰ کسان د احتجاج کولو له امله نيول شوي دي.

د اليکسې ناوالني کونډه يوليا په برلين کې د روسیې په سفارت کې د راڅرګنديدو پر وخت په چکچکو او د «يوليا، يوليا» په نعرو سره بدرګه شوه.

هغې وويل چې د ټاکنې پر پاڼه یې د خپل مرحوم میړه نوم ليکلی دی.

په دې منځ کې پوتین ويلي دي چې هغه د ناوالني تر مړينې مخکې د بنديانو يوې تبادلې ته چمتووالی ښوولی وو او زياته کړې یې ده چې دا د «خفګان» خبره ده چې يو څوک مړ شي.

پوتين وويل چې د نوموړي د تبادلې مهم شرط دا وه چې هغه به بيرته روسیې ته نه راستيږي.

پوتين له روسیې او ناټو له بالقوه کړکيچ څخه خبرداری ورکړ

پوتين په مسکو کې د خپل بري د لمانځلو په ترڅ کې يوې مطبوعاتي غونډې ته دا هم وويل چې له ناټو سره يو کړکيچ نه شي ردیدلای.

کله چې له نوموړي د داسې يوه احتمال په اړه وپوښتل شول نو هغه وويل: «په عصري نړۍ کې د هر څه امکان شته» او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول يو کړکيچ به «د بشپړې نړیوالې جګړې څخه يوازې يو قدم واټن ولري.»

هغه وويل: «زما په آند هیڅوک به هم دې ته ليوال نه وي.»

تېره میاشت د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، ويلي ول چې هغه په راتلونکي کې اوکراين ته د ځمکنيو عسکرو استول نه شي ردولی.

په داسې حال کې چې يو شمير لویدیځو هېوادونو د مکرون له دې نظره څخه واټن ونيوه، د ختیځې اروپا ځينو هېوادونه بيا د نوموړي له دې نظر څخه ملاتړ څرګند کړ.

پوتين په مسکو کې د مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل چې مسکو پوهيږي چې د ناټو عسکر لا تر مخه په اوکراين کې مستقر دي. خو نوموړې په دې اړه کوم شواهد وړاندې نه کړل.

نوموړي همدا راز په اوکراين کې د جنګيدو له کبله له روسي عسکرو څخه مننه وکړه او ویې ويل «مهمه نه ده چې څوک څرنګه غواړي موږ وبيروي، دې اوس کار ور نه کړ او په راتلونکي کې به هم کار ور نه کړي. هيڅکله نه.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب