په يمن کې اوربند نه غځول کيږي
۱۴۰۱ مهر ۱۱, دوشنبهد ملګرو ملتونو په حواله په يمن کې د اوربند مودې د غځولو پر سر روانې خبرې اترې ناکامې شوي دي. د يمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هنس ګروندبيرګ که څه هم چې مايوسي يې څرګنده کړه خو سره له دې یې هم توافق ته د رسېدو هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.
تر مذاکراتو څو ساعته وروسته نوموړي وويل: «زه به خپلو پرله پسې هڅو ته دوام ورکړم څو ښکيلې خواوې ژر توافق ته د رسېدو لارې ته ور برابرې کړم.» د نوموړي تر دې څرګندونو لږ وروسته په يو شمير ايالتونو کې د نښتې د پيلېدو رپوټونه ورکړل شول.
ګروندبيرګ د خبرو اترو په ترڅ کې هڅه کوله د اوربند موده شپږ مياشتې وغځوي او له اضافي شرطونو سره یې هم وتړي. پر نورو سربیره په جنوب لوېدیځ کې د تايس د مهمو لارو د پرانيستو، د پوځي مخامخیدو د مخنيوي او د بنديانو د آزادولو خبره هم مطرح ده.
یمن کې تازه جګړې؛ ۳۵ ځواکونه وژل شوي دی
پر دې سربیره د اوربند غځولو په دې مذاکراتو کې اصلي هدف دا وو چې موقتي اوربند په يوه دوامداره اوربند باندې بدل کړای شي.
حوثيانو شرطونه رد کړي
د ايران له ملاتړه برخمنو حوثي ياغيانو دا ټول وړاندیزونه رد کړل. د حوثيانو عالي شورا په پلازمېنه صنعا کې تر ملاقات وروسته وويل چې وړاندیز شوي اقدامات «د سولې پروسې» د پيلولو باعث کيدلی نه شي؛ ځکه د ياغيانو غوښتنې په نظر کې نه نيسي.
حکومت د شنبې په ورځ ويلي ول چې د هغوی [ياغيانو] وړاندیز یې ترلاسه کړی دی او غواړي چې «مثبت یې وارزوي.»
په دې منځ کې د څو نسبتاً آرامو مياشتو وروسته اوس تاوتريخوالی يو ځل بيا ډېر شوی دی. مرستندويه ټولنو د خطر زنګ غږولی. د اوکسفام ټولنې د هېواد د وګړو له پاره «د ناوړه خبر» څخه خبره وکړه. دغه ټولنې زياته کړې چې «اوس به د بمباريو، ډزو او راکټي بريدونو په دوام سره په میلیونو انسانان له خطر سره مخ دي.»
د ناروې د مهاجرو شورا چې په يمن کې فعاله ده، د «ډېر خواشيني کوونکي» پرمختګ څخه خبره وکړه.
«اوږده موده نسبي کراري»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د جمعې په ورځ پر ښکيلو اړخونو غږ کړی وو چې د اوربند د غځولو دا موقع دې هرو مرو وکاروي. هغه وويل چې دا اوربند د «جګړې له پېل راهيسې د تر ټولو اوږدې نسبي آرامۍ» باعث شوی و.
په يمن کې د سعودي عربستان په مشرتوب يو پوځي ائتلاف د حکومت په ملاتړ له حوثي ياغيانو سره چې د هېواد شمال ډېرې برخې یې په ولکه کې دي، جنګيږي. د سعودي حکومت حوثي ياغيانو ته د ايران د غځيدلي لاس په سترګه ګوري.
د بخښني نړيوال سازمان: په اوکراين کي خوشه يي بمونه استعمال شوي
د حکومت او حوثي ياغيانو ترمنځ د دوو مياشتو يو اوربند د اپريل مياشتې په سر کې پېل شوی وو او بيا له جون څخه تر اګست مياشتې پورې غځول شوی وو. دا له ۲۰۱۶م کال راهيسې د اوربند لومړی تړون وو.
ملګرو ملتونو د يمن جګړه او د هغه اغیزې د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران په توګه درجه بندی کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله د دې بحران په ترڅ کې څو سوو زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې زياتره یې د جګړې د غير مستقيمو پايلو له کبله مړه شوي دي.
ب. ص/ ن. ز (dpa, afp)
زموږ له آرشيف څخه: