1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په وزيرستان کې ۵ پاکستاني عسکر او څلور ياغيان وژل شوي

۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

د پاکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه د وسله والو پر يوه پټنځای چاپه وهلې. په دې ترځ کې پاکستاني عسکر او څلور وسله وال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4GSPE
Symbolbild Geheimdienst Deutsche Islamisten in Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکي دفتر «آی اس پي ار» په حواله امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر يوه پټنځای چاپه وهلې ده.

زياته شوې ده چې د شمالي وزيرستان په بویا سيمه کې تر عملياتو وروسته نښته هم رامنځته شوې ده چې د پاکستان د پوځ څلور عسکر یې په ترڅ کې وژل شوي دي. په اعلامیه کې د څلورو ترهګرو د وژل کیدو خبره هم شوې ده.

په پاکستاني کشمیر کې د پاکستان د پوځ ۱۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستاني رسنیو په حواله همدا راز په میرعلي سيمه کې د جلا عملياتو په ترڅ کې د يوه پاکستان عسکر د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

شمالي وزيرستان او نورې پخوانۍ قبايلي سيمې د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو اصلي ټاټوبی بلل کيدلې خو د پاکستان پوځ هلته د پوځي عملياتو د ترسره کولو وروسته اوس ادعا کوي چې دغه سيمې له ياغيانو پاکې کړي دي.

شمالي وزيرستان: په ځانوژونکې حمله کې درې عسکر او درې ماشومان وژل شوي

خو وسله وال وخت نا وخته بريدونه ترسره کوي چې دا کار د پاکستان په يو شمیر سيمو کې د پاکستاني طالبانو د بيرته انسجام په اړه اندېښنې راپارولي دي.

داسې انګيرل کيږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنېدو راهيسې پاکستاني طالبانو هم خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.