1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ورستيو نښتو کې افغان ځواکونو ته بې ساري تلفات اوښتي

۱۳۹۷ آبان ۲۱, دوشنبه

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د سختو نښتو په ترڅ کې افغان امنيتي ځواکونو ته ډير تلفات اوښتي. وسله والو طالبانو له امريکا متحده ایالاتو سره یوه سياسي جوړ جاړي ته د رسيدو له پاره د جگړو په میدان کې فشار زيات کړی.

https://p.dw.com/p/385eA
Afghanistan Lokale Polizei
انځور: SHAH MARAI/AFP/Getty Images

د سيمه ايزو چارواکو په حواله د يکشنبې په شپه ناوخته د فراه ښار په شا او خوا کې پر پرتو پوستو او نزدې ولسواليو کې د وسله والو طالبانو له خوا د بريدونو پر وخت چې وروسته یې څو ساعته نښتې وشوې، کابو ۵۰ حکومتي عسکر ووژل شول. په عين وخت کې په غزني کې هم کابو ۲۵ افغان کوماندو ځواکونه هغه وخت ووژل شول چې طالبان په مالستان او جاغوري ولسواليو کې د هزاره گانو له شيعه مليشو سره په نښتو کې ښکيل شول.

لوی درستیز محمد شريف يفتلي، له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «مالستان او جاغوري ته تازه دمي عسکر استول شوي دي خو ځايي خلک هم همکاري کوي او د وسله والو پر ضد دريدلي دي.»

هغه زياته کړه چې د نښتو پر وخت څو تنه کوماندو وژل شوي او نور ټپيان شوي دي. خو نوموړي په دې اړه دقيقې شميرې په ډاگه نه کړې.

امريکايي جنرالانو لا دمخه ويلي ول چې دوی انتظار لري چې وسله وال طالبان به خپلې پوځي هلې ځلې پراخې کړي څو د امريکا متحده ايالاتو د ځانگړي استازي زلمي خليلزاد، سره د سولې د خبرو اترو د پېلولو له پاره په يوه ښه موقيعيت کې قرار ولري.

خليلزاد د يکشنبې په ورځ  (د ۲۰۱۸ م کال د نوامبر ۱۱) په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، او نورو چارواکو سره وليدل. په دې ليدنه کتنه کې نوموړي ولسمشر ته د سولې د خپلو هلو ځلو او د سيمې د هېوادونو د سفرونو په هلکه معلومات ورکړل.  خليلزاد تيره میاشت په قطر کې د طالبانو له استازو سره خپله لومړۍ ناسته وکړه.

د يکشنبې ورځې په نښتو کې افغان امنيتي ځواکونه تر سخت فشار لاندې نيول شوي ول او د ناټو د پريکړنده ملاتړ ماموريت د اټکلونو پر اساس یې د تلفاتو کچه تر بل هر وخت لوړه وه.

حکومت په دې وروستيو کې د تلفاتو دقيق شمير نه په ډاگه کوي خو د چارواکو په حواله په دې وروستيو کې هره مياشت لږ تر لږه ۵۰۰ عسکر وژل کيږي او تر سونو زيات ټپيان کیږي. د غزني ښار چې په اگست مياشت کې د لنډې مودې له پاره د طالبانو لاس ته لویدلې وو، پر هغه لويه لاره پروت دی چې کابل او کندهار سره نښلوي.

د امنيتي ځواکونو له خوا ويل شوي چې په مالستان ولسوالۍ کې د سختو نښتو پر وخت زيات شمير کوماندو ځواکونو ته چې له دغه سيمې سره نابلده ول، د طالبانو په بريدونو کې تلفات اوښتي دي. په عين حال کې په غزني کې د نښتو په غبرگون کې د کابل او غزني خلکو مظاهرې پېل کړي دي او له حکومته د زياتې مرستې غوښتنه کوي.

همدا راز د فراه د ولايتي شورا مشر شاه محمود رحيمي، وویل چې د يکشنبې په شپه ناوخته طالب جنگيالو پر فراه ښار او همدا راز په خاک سفيد او بالابلوک ولسواليو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي. هغه زياته کړه چې په دې ترڅ کې ۴۵ محلي پوليس او پنځه تنه عسکر وژل شوي دي.

د سيمه ایزو پوليسو يوه وياند محب الله محب، پر يو شمير پوستو بريدونه تائید کړي او زياته کړې ېې ده چې د بريدونو پر وخت د طالبانو يو قوماندان او پنځه جنگيالي هم وژل شوي دي. خو نوموړي د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات ور نه کړل.

فراه چې يو لیرې پروت او کم نفوس لرونکی ولايت دی او گاونډي هيواد ایران ته د مخدره موادو د قاچاق لارې ترې تيرې شوي دي، په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا تر سخت فشار لاندې نيول شوی دی.