1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

هند په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تر ټولو ډيرې پيښې ثبت کړي

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

په هندوستان کې د تيرو څلورويشتو ساعتونو په جريان کې د کرونا ناروغۍ ۷۸۷۶۱ نوې مثبتې پیښې ثبت شوي دي. په يوه ورځ کې په دغه شمیر د کرونا مثبتې پيښې، تر اوسه د نړۍ په يوه هیواد کې هم ثبت شوې نه وې.

https://p.dw.com/p/3hlYh
Indien Mumbai Coronavirus | Temperaturmessung in Slums
انځور: picture-alliance/NurPhoto/H. Bhatt

 د تازه خپرو شوو رپوټونو په حواله، په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پيښې له ۲۵ ميلیونو واوښتې.

په هندوستان کې د کرونا ۷۸۷۶۱ نوو مثبتو پیښو په ثبتيدلو سره، په دغې ناروغۍ د مبتلایانو مجموعي شمیر له درې نيم ميليونو څخه واوښت. د هندوستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې د دغې ناروغۍ له امله اوس څه باندې ۶۳ زره کسان مړه شوي دي.

د امريکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شنبې ورځې (د اګست ۳۰مه) رپوټ په حواله، د نړۍ په سطحه د کرونا مجموعي ثبت شوې مثبتې پيښې له ۲۵ ميلیونو څخه اوښتي دي. د امريکا متحده ايالات د کرونا د ۵،۹ ميليونه مثبتو پيښو په درلودلو، د نړۍ په سطحه لومړی هیواد دی. دوهم هیواد برازيل دی چې د کرونا ۳،۸ ميلیونه مثبتې پيښې په کې ثبت شوي او په دريم ځاې کې هندوستان دی.

خو دا يوازې هغه ارقام دي چې په رسمي توګه تصديق او ثبت شوي دي. د چارو کارپوهان وايي چې واقعي ارقام کیدای شي له دې ډیر زيات وي.

د کرونا ناروغي چې په لومړي ځل د تيرکال په دسمبر مياشت په چين کې وپيژندل شوه، تر اوسه يې په نړۍ کې نژدې ۸۵۰ زره کسان مړه کړي. دغې ناروغۍ په امريکا کې تر اوسه ۱۸۲۷۷۹، په برازيل کې ۱۲۰۲۶۲ او په مکسيکو کې ۶۳۸۱۹ کسان مړه کړي دي.

د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي د يکشنبې په ورځ، (د اګست ۳۰مه) په خپلې مياشتنۍ وينا کې چې د راډيو له لارې خپريده، د هندوستان له خلکو وغوښتل چې د کرونا وبا پر وړاندې يو موټی شي. مودې تر ډيره د ماسکونو په کارونې او د ټولنيز واټن پر رعایتولو ټينګار درلود.

هندوستان چې يو ميلیارډ او ۳۰۰ ميليونه نفوس لري، کارپوهان يې وايي چې دغې وبا پر وړاندې مبارزه کې د نورو اضافي اقداماتو اړتیا ليدل کيږي. دوی دا هم وایي چې اوس د کرونا ويروس خپريدا د هندوستان له لويو ښارونو څخه کوچنيو ښارونو او کلیو ته غځيدلې ده.

دویچه ويله ا/م.ک.ص./م.ن.ص.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم - آرشيف: