1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې يوه مسجد ته اور اچول شوی او امام وژل شوی

۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبه

د هند د نوي ډلي په باندنيو برخو کې توندلارو هندوانو يو مسجد ته اور اچولی او ملا امام يې وژلی دی. په هند کې د ديني توندلاريتوب له پيښو څخه دا تر ټولو نوې پېښه ده.

https://p.dw.com/p/4UeHO
Indien Panchkula
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/A.Qadri

په نوح کې شروع شوې د فرقه وي تاوتريخوالي پيښي اوس د هندوستان پلازمېنې نوي ډلي ته ورنژدې شوي دي. په دې ترڅ کې نوي ډيلي ته څېرمهه ګروګرام نومې سيمه کې تاوتريخوالی رامنځته شوی دی. له بل اړخه د بهارتيه جنتا ګوند تر حکومت لاندې رياست هريانه د نوح (پخوانی نوم ميوات) کې هم وضعيت ترينګلی دی.

امنيتي چارواکو په څو سيمو کې ګرځبنديز لګولی دی. د دې تر څنګ امتناعي احکام نافذ کړل شوي دي چې په ترڅ کې يې د بېلګې په توګه پر يو ځای له پنځو څخه د زياتو کسانو پر راغونډېدلو بنديز لګولی شوی دی. انټرنټي خدمات هم ځنډول شوي دي.

پخوانی ميوات يا اوسنی نوح هغه سيمه ده چې پکښي د مولانا محمد الياس په نوم کس د تبليغي جماعت بنسټ ايښی و. په نوح کې د تاوتريخوالي لړۍ د دوشنبې په ورځ هغه وخت پېل شوه، لکه چې د هندو مذهب توندلارې ډلې «وشو هندو پريشد» يو مذهبي لاريون د مسلمانانو په سيمه کې تېرېدی.

د نوح د پوليسو وياند کرشن کمار ويلي: «لاريونه په پام کې لرل چې له يو مندر څخه بل مندر ته ولاړ شي، خو پر لارې د دوو ډلو تر منځ اخ و ډب رامنځته شو چې په پايله کې يې ۵ کسان ووژل شول.» په وينا يې په وژل شوو کې د «هوم ګارډ» په نوم رضاکار امنيتي مرستنديانو دوه غړي هم شامل دي.

توندلارو په لسونو موټرو او دکانونو ته هم اور اچولی دی. د تاوتریخوالي په دغو پيښو کې تر اوسه تر ۳۰ زيات انسانان ژوبل شوي دي. د تاوتریخوالې لمنه د دوشنبې په ماخستن و ګاونډي ښار ګروګرام ته هم ورسېدله.

ګروګرام (پخوانی نوم يې ګړګاو) په هند کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ دويم لوی او په مالياتي او بانکي خدماتو کې تر ټولو لوی دريم مرکز بلل کيږي. د دې تر څنګ دغې سيمي ته د درملنې له پاره زیات شمېر بهرنيان هم ځي. تقريباً د ټولو مهمو نړيوالو شرکتونو دفترونه هم په دغه ښار کې دي.

د پوليسو په وينا په سلونو توندلارو هندوانو په ۵۷ سيکټر کې پر يو مسجدحمله وکړه. هغوی په مسجد کې موجود ملا امام او يو بل کس سخت تر تشدد لاندې ونيو. په داسي حال کې چې۲۲ کلن ملا امام محمد سعد وروسته په روغتون کې ساه ورکړه، د دويم ژوبل کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. بريدګرو مسجد ته اور هم اچولی دی.

مرکزي وزير او د ګروګرام سره تړاو لرونکي د پارلمان غړي راو اندجيت سينګهـ پر مسجد د بريد پخلی کړی دی، او ويلي يې دي چې د ملا امام تر څنګ دوه کسان په ډزو کې وژل شوي دي.

آ./ا.ا./ن.ز.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب