په هند کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې پر لاوروف ریشخند شوی
۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبهد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئې لاوروف د جمعې په ورځ (د مارچ میاشتې ۳ نیټه) د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې په «رایسینا کنفرانس» کې په انګلیسي ژبه یو وار بیا د اوکراین د جګړې پړه پر لویدیځ واچوله او مجلس کې حاضرو کسانو په خندا کولو سره د هغه خبرې قطع یا پرې کړې.
د المان صدراعظم پر چین غږ کړی چې روسیې ته دې وسلې نه استوي
لاوروف د هیواد د انرژۍ سیاست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «تاسې پوهیږئ، هغه جګړه چې مونږ هڅه کوو هغې ته د پای ټکې کیږدو او زمونږ پر وړاندې پيل شوې ده، چې په هغې کې له اوکراین څخه استفاده کیږي...»
نوموړي وروسته له څو شیبو چوپتیا چې په سالون کې د حاضرو کسانو د خندا له کبله رامنځته شوې وه وویل چې «جنګ» د روسیې سياست او همدارنګه د انرژۍ سیاست تر خپلې اغیزې لاندې راوستلی دی. نوموړي واضحه کړه چې روسیه نور په لویدیځ کې پر شریکانو تکیه نه کوي، بلکې د انرژۍ د سیاست په برخه کې د باور وړ پر شریکانو باندې تکیه کوي چې هند او چین مطمئناً له دې ډلې څخه دي.
د پاملرنې وړ وه چې لاوروف د اوکراین جګړه دا ډول توصیف کړه. په داسې حال کې چې کرملین تر اوسه پورې له دا ډول توصیف څخه ډډه کړې او د «ځانګړو نظامي عملیاتو» خبره یې کړې ده.
د «رایسینا کنفرانس» کې د دغو ۳۰ دقیقه یي خبرو په پای کې چې د فرسټ پوست خبري انټرنټ پاڼه کې خپره شوې ده چې له لاوروف څخه پوښتنه وشوه چې آیا هغه کولی شي ژمنه وکړي چې راتلونکي خبرې اترې به تر دې په لږ خطرناک وخت کې ترسره شي؟ لاوروف ځواب ورکړ: «ډاډه یم چې امریکایان به تاسې ته ځینې سوالونه وړاندیز کړي چې تاسې کولی شئ له هغې څخه استفاده وکړئ».
د «رایسینا کنفرانس» د هند د څیړنیز بنسټ «ORF» او د جیوپولیټیک او اقتصادي سیاست په برخه کې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا هر کال په نوي ډهلي کې ترسره کیږي. په ټولنیزو رسنیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرې په تمسخر آمیزه غبرګونو سره منعکس شوي دي.
هند له روسیې سره نږدې اقتصادي او پوځي اړیکې لري او غواړي د اوکراین د جګړې په هکله بی طرفه پاتې شي. د هندي پوځ د تجهیزاتو یوه لویه برخه د روسیې له خوا برابریږي.
چين د روسيې او اوکراين ترمنځ اوربند او د سولې خبرې وغوښتې
په دې وروستیو کې دغه د سويلي آسیا دغه هیواد چې تر چین وروسته د نړۍ تر ټولو ډیر نفوس لري، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر اوکراین د روسیې د حملې پیلیدو د کلیزې په مناسبت یوه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه. په دغه پریکړه لیک کې د سولې او له اوکراین څخه د روسي سرتیرو د وتلو غوښتنه شوې وه.
آژانسونه: ش.ن/ن.ص