1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د محصلينو د میاشتنۍ مریضۍ د ارزونې ضد اعتراضونه

۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبه

د هند د ګجرات ایالت په یوه انیستیتوت کې په جبري ډول د یو شمیر ښځینه محصلينو زیر جامه د دې له پاره ایستل شوې چې ثابته کړي د میاشتنۍ مریضۍ په حالت کې خو به نه وي. محصلينو د دې جبري چلند پر ضد سخت اعتراضونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3Xqp6
Indien Protest in Neu Delhi Mädchen wurde vergewaltigt
انځور: Reuters

دغه جبري چیکنګ یا ارزونه په «ساهجانند ګرلز انیستیتوت» کې د ځوانو ښځینه محصلينو شوې ده. ښځينه استاذانو د ۶۸ نجونو ارزونه کړې ده. د نوموړي تعلیمي مرکز په لیلیه کې نجونې اجازه نه لري چې د ښځو د میاشتنۍ مریضۍ (حیض) پر مهال تدریسي صنفونو ته لاړې شي.

د دوی دغه ارزونه د لیلیې په تشنابونو کې شوې ده. ساهجانند ګرلز انیستیتوت د ګجرات ایالت په بهوج ښار کې موقعیت لري.

دغه نجونې د ښځینه استاذانو له خوا د حیض ارزونې تر بهیر وروسته سړکونو ته راووتل او پر اعتراض یې لاس پورې کړ. دوی دا کار شرمناک او پریشانه کونکی وباله. محلصینې وایي چې د انیستیتوت د ادرې له خوا په ترسره شوي دې اقدام د بې عزتۍ او داسې شرمندګۍ احساس کوي چې په ژبه یې نه شي بیانولی.

«ساهجانند ګرلز انیستیتوت» د محافظه پاله عقیدې درلودونکي هندو فرقې «سوامي نارائن» پورې تعلق لري. د هندوانو دغه ډله یا فرقه د بریتانیې د لندن ښار ترڅنګ د نړۍ په ډیرو ښارونو کې مندرونه یا عبادتځایونه لري او له دې لارې له خپلو پیروانو څخه د اعانې ډول ډیرې پيسې ترلاسه کوي.

Indonesien Abhiseka Zeremonie im Hindu Tempel in Yogyakarta
په هند کې د سوامي نارائن فرقې د عقیدې له مخې ښځې د میاشتنۍ مریضۍ پر مهال کوم مندر یا عبادتځای ته د ننوتلو اجازه نه لريانځور: picture-alliance/Xinhua/Supriyanto

د سوامي نارائن فرقې د عقیدې په اساس يوه حایضه محصله تدریسي صنفونو او پخلنځي ته د ننوتلو اجازه نه لري. د دې ترڅنګ دوی ته ویل شوي چې د فاکولتې له مذهبې ساحې څخه دې هم واټن ونیسي.

د انیستیتوت د مسئولینو په حواله په لیلیه کې اوسیدونکو محصلینو ته په منظم ډول ویل کیږي چې د انیستیتوت له قواعدو او اصولو څخه دې سرغړونه نه کوي.

د محصلينو تر احتجاج وروسته چارواکو وویل چې په دې اړه به پلټنې وکړي. پلټونکې ډله به هڅه وکړي چې معلومه کړي دا کار د کوم استاذ په امر شوی دی.

دا خبره مهمه ده چې د هند په اطرافي سیمو کې د حیض په اړه اوس هم مختلف پخواني دودونه حاکم دي. په ځینو کلیو کې ښځې باید د میاشتنۍ مریضۍ پر مهال د کورنۍ له نورو غړو جلا ویدې شي. سربیره پر دې دوی کوم مندر یا عبادتځای ته هم د ننوتلو اجازه نه لري.

دویچه ویله: ش.ن/ ن. ص