1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي د زردښتيانو شمېر د لا کمېدو په حال کي دی

۱۴۰۱ مرداد ۲۷, پنجشنبه

د هند حکومت د مجردو پارسي يا زردښتيانو نارينه ؤ او ښځينه ؤ د سره معرفي کولو او ممکنه واده کولو له پاره يو «ډېټينګ اېپ» جوړ کړی دی. په هند کي د پارسيانو شمير پر کمېدو دی.

https://p.dw.com/p/4Fi3E
هندي پارسي کورنۍ د زردښتيانو د نوي کال پر موقع
هندي پارسي کورنۍ د زردښتيانو د نوي کال پر موقعانځور: Rafiq Maqbool/AP/picture alliance

په ۱۹۴۱م کال کي په هند کي د يو لک او څوارلس زرو په شاوخوا کي پارسيان اوسېدل. د هند تر تقسيم وروسته يو شمېر پارسيان په پاکستان کي مېشت سول. په داسي حال کي چي په هند کي د سرشمېرني پر وخت په ۲۰۱۱م کال کي د پارسيانو شمېر ۵۷۲۶۴ ؤ، دغه شمېر اوس و تقريبا ۵۰ زرو ته راکم سوی دی. پارسيان د زردښت په عقيده دي چي ورته د نړۍ يو له تر ټولو زړو اديانو څخه ويل کيږي. د دغه دين ريښې په زاړه فارس کي دي.

د هند پارسيان څوک دي؟

د پارسيانو په هکله ويل کيږي چي د هغوی تعلق د فارس د ساسانيانو سره دی چي په ۷ عيسوي پېړۍ کي د عربو له خوا د فارس د فتحه کولو وروسته هند ته مهاجر سول. په هند کي پارسيان عمومان په لوېديځو ايالتونو ګُجرات او مهاراشټر کي اوسيږي. خو ځيني کورنۍ يې د هند په نورو سيمو کي هم اوسيږي. دا چي و هند ته د ورغلو دغو کسانو ژبه فارسي وه، نو هغوی ته پارسي ويل کېدل. له دې کبله د هغوی نوم پارسي وګرځېد.

په هندي پارسيانو کي د ټاټا ګروپ مخکنی رئيس او لوی پانګه وال رتن ټاټا او د سيرم انسټيټيوټ آف انډيا رئيس ادار پونا والا شامل دي. په نړيواله توګه ښايي تر ټولو مشهور پارسي فرېډي مرکري وي څوک چي د بريتانوي موسيقۍ ډلي کوئين مرکزي سندرغاړی ؤ.

د کرونا د بحران پر وخت په اسيا کي د اديانو رول

د غير پارسي سره واده منع دی

د پارسيانو په ټولنه کي عموماً هغه څوک پارس بلل کيږي چي مور او پلار يې دواړه پارسيان وي. د «جيو پارسي» په نوم د جوړه موندلو يا ډېټينګ اېپ اضافي ملاتړ او معاونت هم وړاندي کوي. د مثال په توګه د دغه اېپ له لاري د پارسي جوړو د اولادونو په پالنه کي مرسته او د اولاد نه کېدلو په صورت کي د هغوی د طبي مراقبت امکانات هم شامل دي. خو دغه امکانات صرف د هغو پارسي مېرمنو له پاره د لاسرسي وړ دي چي د پارس ټولني دننه يې واده کړی وي. يعني چي د پارسي سره يې واده کړی وي.

په پارسي ټولنه کي دننه ځيني کسان د خپلې ټولنې پر زړو دودونو نيوکي کوي. يوې پارسۍ مېرمنې کرمن بهوټ دويچه ويله ته وويل: «نارينه چي له چا سره وغواړي واده کولای سي او هغوی پارسيان تصور کيږي. خو کله چي يوه مېرمن د کوم غير پارسي سره واده وکړي، نو هغه له ټولنې څخه ايستله کيږي او نوره پارسۍ نه بلله کيږي. دا حتی هغه وخت هم که دغه مېرمنه پر خپل دين ټينګه پاته سي.»

مذهبي ډيالوګ د ټولني د تجزيې مخنيوی کوي

رشي کشناني د يو هندو پلار او يوې پارسۍ مور زوی دی. له همدې کبله هغه ته پارسي نه ويل کيږي. د رشي مور او پلار د هغه پالنه په زردښتي دين کي کوي. خو پلار يې وايي: «زما زوی ته اجازه نه ورکول کېدله چي هغه د پارسيانو د ماشومانو پارک ته ولاړ سي چيري چي د هغه ټولو دوستانو لوبي کولې. دا ځکه چي مور يې له غيرپارسي سره واده کړی ؤ. خو زما يو پارسی نارينه ملګری چي د يوې هندو مېرمني سره يې واده کړی دی، د هغه زوی ته اجازه سته چي دغه پارک ته ورسي. نو زموږ په ټولنه کي دا ډول تعصب رايج دی.»

د کشاني پارسۍ مېرمني په محکمه کي د دې پر ضد عريضه کړې ده چي پکښي د هغو پارسي مېرمنو او د هغوی د اولادونو سره د تبعيضي چلن پر ضد شکايت سوی دی چي د غير پارسيانو سره يې واده کړی وي. دغه دوسيه د هند په عالي محکمه سپريم کورټ کي تر پروسې لاندي ده.

په ياد شکايت کي له عالي محکمې څخه غوښتل سوي دي چي د ۱۹۰۸م کال د ممبی عالي محکمې هغه فيصله دي لغوه کړي چي پکي راغلي ول چي د پارسي زردښتي پلار اولادونه به پارسي تصور کيږي خو د پارسي زردښتي مېرمني د غير پارسي نارينه سره اولادونه به پارسي نه بلل کيږي.

په ممبی کي د پارسيانو د اوسېدلو ځيني مېني سته چي ورته «باغ» هم ويل کيږي. په دغو مېنو او محلو کي پارسيانو ته په آرزانه قيمت د اوسېدو ځايونو د رانيولو او يا په کرايه اوسېدلو امکانات موجود وي. خو هغه مېرمني چي له خپل مذهب څخه دباندي کس سره واده وکړي، نو هغوی په دغو محلو او مېنو کي د اوسېدلو حق له لاسه ورکوي. د پارسي ټولنې په ځينو برخو کي هغه مېرمني چي د غير پارسيانو سره يې واده کړی وي، حتی دا حق نه لري چي د خپلو کورنيو د مړو په وروستيو لمانځنو کي برخه واخلي.

تانیکا ګود بولې (ا.ا./ ن.ز.)