1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند او پاکستان کې ګرمي د رېکارډ کچې ته ورسېده

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۱, یکشنبه

د هند يوې برخې په اپريل مياشت کې بې سارې تاريخي ګرمي رپوټ کړې ده. د ګرمۍ دغه څپه ښايي می مياشتې ته هم وغځيږي. په ګاونډي پاکستان کې هم دوبی پيل شوی بې له دې چې د پسرلي څرک ولګيږي.

https://p.dw.com/p/4Ag5M
Indien Hitzewelle | Straßenszene in Kalkutta
انځور: Rupak De Chowdhuri/REUTERS

د چارواکو په خبره دغه سخته ګرمي ښايي په می مياشت کې هم دوام وکړي. هند او پاکستان سږکال د افراطي ګرمۍ څخه کړيږي چې د سړکونو د سر قير پکې ويلي کيږي، ځينې ښوونځي يې له کبله تړل شوي او همدارنګه د روغتيايي ستونزو او اورلګېدنو د پېښو د ډېروالي سبب ګرځي. په لومړي ځل په پاکستان کې موسم له ژمي څخه سملاسي دوبي ته اوښتی دی بې له دې چې د پسرلي فصل وليدل شي. دغه خبره د اقليمي بدلون له پاره د پاکستان فدرالي وزير، شېري رحمان، د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می ۱) وکړه. 

 د هند په شمال لويديځ او مرکز کې په اپريل مياشت کې په اوسط ډول د حرارت درجه ۳۵،۹ تر ۳۷،۷۸ سانتي ګرېد اندازه شوې ده. دغه خبره د هند د هواپېژندنې د دپارتمنت عمومي رئيس مروتيونيای موهاپاترا خبريالانو ته کړې ده. موهاپاترا دا هم وويل چې دا په هند کې د هواپېژندنې د رېکارډونو د ثبتولو راهيسې يعنې د ۱۲۲ کلونو راپه دې خوا تر ټولو لوړه د تودوخې کچه ده چې تر اوسه اندازه شوې ده. 

BG I Hitzewelle in Indien
په هند او پاکتسان کې سخته ګرمی دوام لريانځور: Javed Dar/Xinhua News Agency/picture alliance

څېړونکو خبرداری رکړی چې له يو مليارډ زيات خلک د حرارت له کبله د روغتيايي ستونزو له خطر سره مخامخ دي. محققينو د دغې سختې ګرمۍ علت اقليمي بدلون په ګوته کړی دی.

آ./ن.ص./ا.ا.