1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د هلمند ولایت چارواکي ‌وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین په یوه چاودنه کې ۷ ملکيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. تر اوسه پورې د دې پیښې مسولیت کومې ډلې نه دي منلی.‌

https://p.dw.com/p/3aI9e
Afghanistan Helmand Friedensaktivisten Hungerstreik
انځور: DW/M. Mohammadi

د هلمند ولایت ځايي چارواکي ‌وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکيانو د سپرلۍ یو موټر د سړک غاړې پر یوه ماین برابر شوی دی چې په پایله کې یې ۷ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

‌د هلمند د والي ویاند عمر ځواک،‌ د آلمان خبري اژانس ته وویل چې د مرګ ژوبلې شمیرې ابتدايي دي او ښايي پکې زیاتوالی هم راشي. 

په عین وخت کې د هلمند د ولایتي شورا غړي‌ عبدالمجید اخندزاده هم په یاده پیښه کې د تلفاتو همدغه شمیرې تائید کړي دي.

د هلمند ولایت د ځايي چارواکو په خبره، وسله وال طالبان د ګرشک ولسوالۍ د ځينو برخو په ګډون د دې ولايت ډيري سیمي تر خپل کنټرول لاندې لري.

حکومتي ځواکونه بیا د هلمند ولایت د ټولو ۱۴ ولسوالیو له ډلې څخه د مرکز لښکرګاه په شمول پنځه ولسوالۍ په خپله ولکه کې لري.‌

طالبان او داعش ډله نیږدې هره ورځ ‌د افغانستان په مختلفو برخو کې بریدونه کوي چې په پایله کې ئې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یا یوناما په حواله،‌ له ۲۰۰۹م کال راهیسې په افغانستان کې د جګړو له کبله د مرګ ژوبلې شمیر تر ۱۰۰ زره کسانو اوښتی دی.