په هلمند کې د آزادۍ راډيو خبريال وژل شوی
۱۳۹۹ آبان ۲۲, پنجشنبهد آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې په هلمند ولايت کې يو خبريال وژل شوی دی. د هلمند د ولايتي شورا له خوا ويل شوي دي چې د پنجشنبې په ورځ الياس داعي چې په هلمند کې د آزادۍ راډيو خبريال وو، پر موټر یې د چسپکي ماين چاودنې په پایله کې وژل شوی دی.
د هلمند د والي ويايند عمر ځواک هم د پېښې پخلی کړی دی او ويلي یې دي چې د الياس داعي په موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې نوموړی وژل شوی دی.
د بريد پړه په سملاسي توګه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
په پېښه کې د دوه تنه چې يو یې د نوموړي ژورنالست ورور او د دویچه ویله آزاد خبريال مجتبی محمدي دی، ټپيان شوي دي.
په هلمند ولایت کې د اکتوبر میاشتې راهيسې جګړو زور اخیستی چې له امله یې په زرونه ملکي وګړي خپلو کورونو پريښودو ته مجبور شوي.
په کابل کې د آزادۍ راډيو د دفتر مشر راطب نوري دغه خبر تائيد کړی دی. نوموړي وويل چې الياس داعي له کابو لس کالونو راهيسې له دې راډيو سره کار کاوه.
راطب نوري پر تويتر ليکلي: «نوموړی زموږ يو له بهترينو همکارانو څخه وو. غم یې د زغملو نه دی.»
د بې سرحده ژورنالستانو سازمان په وینا، افغانستان د خبريالانو له پاره د نړۍ يو له خطرناکو هېوادونو څخه دی. همدا تیره اوونۍ په کابل کې یما سیاوش چې پخوا یې له طلوع تلویزون سره کا کاوه هم په يوه بريد کې ووژل شو.
د مي مياشتې په پای کې هم داعش وسله والې ډلې د تلويزيون پر کارکوونکي بريد کړی وو.
په داسې حال کې چې د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو استازي د خبرو اترو له پاره ور ټول شوي دي، په افغانستان کې تاوتريخوالي زور اخيستی دی.