1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې اوه رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي

صفت الله زاهدي
۱۴۰۰ دی ۱۷, جمعه

واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته په افغانستان کې يو شمير رسنۍ وتړل شوې. په هلمند کې هم اوو سيمه ایزو رسنيو خپل فعاليت درولی. طالبان بيا وايي چې د دغو رسنيو د بيرته فعاليدو له پاره هلې ځلې کوي.

https://p.dw.com/p/45FLW
Afghanistan Tolo TV-Sender in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

له همدی ډلې یې په هلمند کې شاوخوا اوه رسنۍ چې څلور یې ږغیږي او دری یې تصویري وي، خپل فعالیت درولی دی. په هلمند کې د سیمه ایزو خبریالانو ټولني مشر نعمت الله همت په حواله په دې رسنيو کې د بست، سمون، ژوندون او مسکا راډیوګانې او د سباوون، ژوندون او باختر سیمه ایز ټلویزیونونه شامل دي.

همت زياتوي چې دلته رسنیو ته د موسیقۍ د خپرولو سربیره د ښځينه کارکوونکو د استخدام اجازه هم نه ورکول کيږي.

نوموړی زياتوي: «هلمند کې څلور سیمه ایزې راډیو ګانې او درې تصویري رسنۍ د اقتصادی ستونزو له امله تړل سوي  دي چې ډیری خبریالان هم ورسره بی کاره سوي. رسنیو کې د موسيقۍ خپرول او د ښځو کار کول هم منع سوي دي.»

په هلمند کې د یوې سیمه ایزې رسنۍ مسول عبدالستارعطایي هم له دویچه ویله راډيو سره په خبرو کې د رسنيو د تړل کيدو علت همدا اقتصادي ستونزې يادې کړې. هغه وویل ډیری رسنۍ اوس نه سي کولای چې خپل مصارف پوره کړي.

د عطایې په خبره تردې وړاندې رسنیو ته یو شمیر بهرنیو مرسته کوونکو میاشتنې پروژي ورکولې چې د دوی اقتصادي ستونزی یې حل کولې.

نوموړی زياتوي: «اوس هلمند کې رسنۍ هغومره اعلانات او پیسې نه سې برابرولای چې د خپلو کارکوونکو معاش، ډوډي د برښنا مصارف او یا هم ډیر نور څه ورته برابرکړي، نو دوی اړ دي چي خپلې رسنۍ وتړی.»

په افغانستان کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوي

خو په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوی بخت محمد مزمل دویچه ویله ته وویل چې په هلمند کې ځینې رسنۍ تړل سوي خو د تړل کيدو علت یې له دوی سره نه دی شريک سوی.

هغه وویل درې رسنۍ به بیرته خپل فعالیت پیل کړي او له هغوی سره یې خبرې هم پیل کړي څو یې ستونزې حل او نشرات بیرته پیل کړی.

نوموړي وویل یواځې د موسیقې خپرول د اسلام له نظره ښه نه دي او نورو ټولو رسنیو ته یې اجازه ورکړي چې داسلامې امارت د اصولو په رڼا کې خپل فعالیت پیل کړی.

مولوی بخت محمد مزمل وایي: «په هلمند کې بست، مسکا او سباوون رسنۍ خپل فعالیت بیرته پیلوي. ما ورسره خبرې کړې دي او سمون راډیو د اقتصادی ستونزو له امله خپل رسنۍ تړلې ده. نوره کومه ستونزه نسته.»

په افغانستان کې د ازادو راډیو ګانو د همږغۍ مرکز ویاند شفیع الله عزیزي وایي تر اوسه په ټول هیواد کې شاوخوا ۴۰ ږغیږې او تصویري رسنۍ او تر۳۰ پورې چاپي رسنۍ تړل سوي دي چې لوی علت یې اقتصادي ستونزې دي. عزیزي وایي که بانکي سیستمونه فعال او ډونران له رسنیوسره مرسته وکړي نو ښایي دغه رسنۍ بیرته فعاله سي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړي ځل دی چې په هیواد کې ۷۰ چاپي او ږغیږې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل کیږي خو ویل کیږي د دې رسنیو سلګونه کارکوونکي اوس په کورونو ناست دي او یا هم نورو هیوادونو ته کډوال سوي دي.