1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

په هلمند کي د وسلو پر ډيپو بريد سوی، که چاودنه ورکړل سوې؟

۱۴۰۱ فروردین ۱۹, جمعه

د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ اوسیدونکې وایې چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت پر فضا بې پیلوټه الوتکې ګرځي او څو ورځي وړاندي يوه داسي لویه چاودنه وسوه چې ټوله سيمه یې ولړزوله. طالبان وايي چاودنه د دوی له لوري سوې ده.

https://p.dw.com/p/49fxv
Karte Afghanistan Provinz Helmand Deutsch
انځور: DW

د ځايي خلکو او ځينو رسنيو د راپورونو له مخي چاودنه د ګرشيک ولسوالۍ په ښوراب سيمه کي سوې ده چي ويل کيږي هلته د پوځې اډي د وسلو او مهماتو یو لوي ډیپو لمنځه وړل سوی او اور یې اخیستې دی.

د ګریشک ولسوالۍ اوسیدونکې جلات خان چې د تره زوی یې په یاد کمپ کې سرتیری دی ورته ویلي دي، چي د یاد کمپ د مهماتو لوی ډیپو لمنځه وړل سوی او اورلګیدنه پکې رامنځ ته سوی ده: «ټوله ځمکه وه لړزیدل موږ نه پوهیدو چې څه پیښ سوي دي، وروسته مو پوښتنه وکړه، وایې بمبارد وسو ټول خلک حیران ول، وروسته مې کاکازوی نه پوښتنه وکړه هغه راته وویل زموږ د قول اردو د مهماتو ډیپو اور واخیست.»

جلات خان دویچه ویله ته وویل چې لا اوس هم هره ورځ د هلمند په ده ادم خان زنبلی او میرمنداب سیمو کې بې پیلوټه الوتکې ګرځې، د سیمې خلک نه پوهیږي چې دا بې پیلوټه الوتکې د چا دي.

Infografik US-Drohnen-Angriffe in Afghanistan PS

د هلمند اوسیدونکې وایې له تیرو څو ورځو راهیسې بې پیلوټه الوتکو ګرځیدنه زیاته سوې او کله ناکله ډيري ټیټې الوتنې کوي. هغوی وايي له کوم وخت راهیسې چې د جمهوریت حکومت تللی او بهرنیان وتلي د بې پیلوټه الوتکې په فضا کې زیاتي سوي او هره ورځ لیدل کیږي.

محمد ولي همت دویچه ویله ته وویل چې پر ښوراب د برید وروسته د بې پیلوټه الوتکو الوتنې دوه چنده زیاتي سوي او هره ورځ تګ راتګ کوی: «هو دلته هره ورځ بې پیلوټه الوتکې ګرځې او کله چي دا برید يې وکړ نو په همهغه ورځ طياره ډېره ټيټه تلله او چاودن---ه دومره زور وره وه چې دا ټول لښکرګاه ښار یې و لړزوی.»

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد بيا رسنیو ته ویلي دي چي د ښوراب پر پوځي اډې برید نه دی سوی، بلکې د ځمکنې ماینونو یوه کتله یې لمنځه وړې ده.

خو يو طالب چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور سې او په ښوراب کمپ کې د استخباراتو اړوند دنده لري دویچه ویله ته وويل چې هلته چاودنه سوې او د د دې کمپ د مهماتو ډیپو سوځول سوی خو وایې د چاودني د طرحې په اړه څوک نه پوهیږي. هغه وویل ښایې برید همدلته طرحه سوی وي. هغه وایې په برید کي تر لسو زیات طالبان وژل سوي او تر شلو زيات نور ژوبل سوي هم دي.

د هلمند ولایت د ګريشک ولسوالۍ د ښوراب په سیمه کي د ښوراب پوځې اډه چې د افغانستان په لوېديځ کي د پخواني افغان ځواکونو د روزني تر ټولو لويه اډه بلل کيدله يو وخت پکښې د امریکا او بريتانيا شاوخوا څلويښت زره پوځيان میشته ول.