په هلمند کي د طالبانو پرضد عمليات پيل سوي
۱۳۹۳ بهمن ۲۸, سهشنبه
په افغانستان کي د ناټو ځواکونو تر جنگي ماموريت وروسته افغان امنيتي ځواک په اول وار يوازي د دوشنبې په ورځ د هلمند ولايت په څلورو ناآرامو ولسواليو کي د وسله والو طالبانو پرضد عمليات پيل کړي دي.
هلمند چي د مخدرو موادو د توليد او قاچاق مرکز گڼل کيږي، تيرکال هم سختي جگړې پکښې وسوې.
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي د عملياتو په لومړۍ ورځ ئې پر هلمند سربيره په کندهار، فراه او روزگان کي نزدې ۷۶ تنه ياغيان وژلي دي.
د دغو عملياتو مشر جنرال عبدالخالق ويلي دي: «دغه عمليات يوازي د افغانانو له خوا پلان سوي او مشري ئې هم دوی کوي. عمليات به تر بريا پوري رسو.»
د طالبانو وياند په دې اړه له سمدلاسه څه ويلو څخه ډډه کړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي د «ذلفقار» په نوم عمليات د هغو عملياتو يوه برخه کي ده چي افغان ځواکونو د ناټو ځواک تر وتلو وروسته پلان کړي دي.
د وزارت وياند جنرال دولت وزيري ويلي دي: «د طالبانو پرضد دا لومړي عمليات نه دي او نه به وروستي وي.»
کارپوهان او افغان امنيتي چارواکي اټکل کوي چي د پسرلي په رارسېدو سره به د طالبانو په بريدونو کي زياتوالی راسي.
امريکا او متحدانو يې په افغانستان کي خپل پوځي حضور کم کړی او د روان کال له پيل راهيسي په افغانستان کي يوازي ۱۲۵۰۰عسکر لري چي اصلي دنده ئې د دغه هيواد د امنيتي ځواک روزنه ده.