1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په هسپانیا کې یوه ۱۱۳ ښځه له کرونا رغیدلې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

په هسپانیا کې یوه ۱۱۳ کلنۍ میرمن له کرونا ناروغۍ رغیدلې ده. د هسپانیا په شمالي برخه اولوت، کې د زړو خلکو د پالنې د مرکز یوې ویاندې ویلي چې ماریا برانیاس د سږو له ناروغۍ کوویډ-۱۹څخه بیرته روغه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3cAfl
Internationaler Tag der Pflege - Spanien
انځور: picture-alliance/dpa/Á. Laforet/Hm Hospitales

ماریا برانیاس د زړو خلکو په دغه پالنځي کې له تیرو شلو کلونو راهیسې اوسیږي. د دغه ځای د ویاندې له قوله ویل شوي: «هغه له ناروغۍ رغیدلي او وضعیت یې ډیر ښه دی.» برانیاس په هسپانیا کې تر ټولو زیات عمر لرونکي میرمن ده.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د زړو خلکو د پالنې د دغه مرکز نور ډیر شمیر اوسیدونکي د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي. هسپانیا په نړۍ کې د هغو هیوادو په ډله کې دی چې د کرونا وبا سخت ځپلی دی. د پالنې د مرکز د ویاندې له قوله وړاندې ویل شوي دي چې برانیاس په تیره میاشت کې په کرونا ویروس اخته شوه خو ناروغي یې سخته نه وه.


د رپوټ له مخې د مثانې اړونده یوې میکروبي ناروغۍ او لوړې تبې وروسته دغه میرمن معاینه شوه او د کرونا د ټېسټ پایله یې مثبته راوخته. یوه اوونۍ ترمخه یې بیا ټېسټ وشو چې له دغې ناروغۍ رغیدلې وه. دغې زړې میرمنې خپل څو اوونۍ وخت د زړو خلکو د پالنې د دغه مرکز په یوه خونه کې تیر کړ. د ټي وي ۳، په نوم د تلویزوني چېنل د رپوټ له مخې یوازې یوه روغتیا پاله به کوټې ته ورتله چې ټولې اړیني روغتیایي سپارښتنې به یې مراعتولې. د خپل اوږ ژوندانه په هکله برانیاس ویلي چې خوشبخته ده او د قوي روغتیا برخمنه ده.


لور یې روسا مورېت، چې په تیرو اونیو کې یې خپله مور نه ده لیدلي، له ټي وي ۳، چېنل سره په خبرو کې ویلي چې مور یې په کرار کرار بیرته پخواني حالت ته ورګرځي او غواړي په دې هکله خبرې وکړي.


په تیرو کلونو کې د ماریا برانیاس په هکله ډیر شمیر مقالې لیکل شو يدي. هغه د ۱۹۰۷م کال د مارچ په څلورمه نېټه په امریکا متحده ایالاتو کې زیږیدلې ده، چې پلار یې په سان فرانسیسکو کې د خبریال په توګه کار کاوه.


تر دې دمخه برانیاس په هسپانیا کې په ۱۹۱۸ کې د انفلونزا وبا، همداشان له ۱۹۳۶-۱۹۳۹ کلونو ترمنځ د کورنۍ جګړې د فرانکو د دیکتاتورۍ شاهده هم پاتې شوې ده.