1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيا کي کارونه بیرته پیل سول

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

هسپانيا خپل اقتصاد کرار کرار بیرته پر پښو دروي. داسي چي تر ۲ اوونیو وروسته به په سونو زره کسان بیرته کارونو ته ولاړ سي. خو د کرونا ویروس په سبب رامنځته سوي قیودات به بیاهم نافذ پاته سي.

https://p.dw.com/p/3apu3
Spanien Menschen gehen zurück zur Arbeit
انځور: picture-alliance/dpa

د په اصطلاح ژمي خوب به بیرته د هسپانيا په هغو ځایونو کي پای ته ورسیږي، چي د عیسوي ایستر اختر دوشنبه ورځ رخصتي نه ده. اوس به نو په ساختماني او صنعتي څانګو کي بیرته کارونه شروع سي.

خو مغازې او رستورانتونه به بیا هم تړلي پلاته سي. خو پر دغه تصمیم باندي، چي ځيني کارونه دي بیرته شروع سي، د محلي سیاستمدارانو له خوا انتقادونه کیږي، ددې بیري څخه چي بیرته به کرونا ویروس په ډیر قوت سره پراخ سي.

صدراعظم پیدرو سانچیس پرون یکشنبې ماښام ملت ته په یوه وینا کي خبرداری ورکړ او ویې ویل، چي دا د قیودات سم راکمیدل نه دي:»زه په وضاحت سره وایم، چي موږ حتی د کرونا پانډمي په دوهمه مرحله کي يوو. د قیوداتو لومړني کمیدني ته حداقل په دوو اوونیو کي انتظار کیدلای سي. هغه به هم ګام پر ګام او په احتیاط سره پورته سي.« هغه وويل چي دغه جنګ په ګډه سره یې ګټلای سو.

مادرید راویښیږي

یوازي په مادرید کي د رسنیو د اټکلونو پر اساس ۳۰۰۰۰۰ کسانو بیرته په کارونو باندي شروع وکړه. پولیسو د متروګانو او یا نورو سستیشنو کي خلګو ته مفت ماسکونه ورکړل. خو په ډیرو نورو منطقو لکه کاتالونیا، والینسیا او یا د باسکیانو په سیمه کي بیا نن دوشنبې رخصتي ده او کارونه شروع نه سول.

د دغه ۴۷ ميلیوني هیواد اتباع د مارچ مياشتي له ۱۵نېټې څخه باید په کورنو کي پاته سوي وای او بې له استثنأ څخه کارونه په ټپه دریدلي وه. خو په دې وروستیو وختو کي په دغه هیواد کي په کرونا د اخته کیدو لږ پيښي ثبت سوی دي.

په مجموع کي په هسپانيا کي د کرونا ویروس په سبب ۱۷۴۸۹ انسانان مړه سوي او ۱۶۹۴۹۶ کسانه په اخته سوي دی.