1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې سږ کال د زعفرانو تولید ۱۷ ټنه اټکل شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د هرات ولایت د کرنې ریاست سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو د حاصلاتو د زیاتیدو خبره کوي. د دغه ریاست مشر عبدالصبور رحماني وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصل ۱۷ ټنو ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/3TEnj
Afghanistan Herat - Safran Farm
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د کرنې وزارت خبر ورکړی دی چې سږ کال په هرات ولایت کې د زعفرانو حاصلات ۱۷ ټنه او د ټول افغانستان په کچه ۱۸ ټنو ته رسیدلي دي. د افغانستان د کرنې د وزیر په خبره د افغانستان زعفران په نړۍ کې د کیفیت له لحاظه لومړی ځای او د کمیت له لحاظه دریم ځای لري.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو کښت او د حاصلاتو راټولو د پام وړ وده کړې ده. د هرات د کرنې ریاست وایي چې په تیر کال کې په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصل ۱۵ ټنه وو، خو سږ کال اټکل کیږي چې ۱۷ ټنو ته به ورسیږي.

د هرات د کرنې اداره وایي چې په تیر کال کې په دغه ولایت کې شپږ زره هکتاره ځمکه باندې زعفران کرل شوي ول، خو سږ کال پر زر هکتاره نوره ځمکه هم زعفران کرل شوي دي.

د لسو زرو کورونیو له پاره کاري بوختیا

د هرات د کرنې رئیس عبدالصبور رحماني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په هرات ولایت کې تر لسو زرو زیاتې کورنۍ د زعفرانو د تولید او پروسس په چارو کې فعالیت کوي.» په هرات ولایت کې زیاتره زعفران د پښتون زرغون، غوریان، زنده جان، انجیل، ګذره او کرخ په ولسوالیو کې تولیدیږي.

د «شمس افق» شرکت چې د زعفرانو د کښت، پروسس او بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي، رئیسه ملیحه شمس، د زعفرانو د تولید د ډیرښت او کفیت په هکله وایي چې سږ کال د زعفرانو حاصلات او پروسس ښه وو: «موږ وکولای شول ۱۴۰۰ بزګرانو ته په خپل شرکت کې روزنه ورکړو او دا د دې سبب شو چې هغه زعفران چې سږ کال بازار ته عرضه کیږي د کمیت او کیفیت له لحاظه بهتره وي.»

Afghanistan Herat - Safran Farm
په هرات کې تر لسو زرو زياتې کورنۍ د رعفرانو د توليد او پروسس په برخه کې فعاليت کويانځور: DW/S. Tanha

زعفران د افغانستان یو له مهمو تجارتي اقلامو څخه شمیرل کیږي. نن سبا د افغانستان زعفران د نړۍ مختلفو هیوادونو لکه متحده عربي آمارات، عربستان، ترکیه، چین، هند او همداشان ځینو اروپایي هیوادونو ته صادریږي.

سږ کال په افغانستان کې د زعفرانو بیه زیاته شوې ده. خو د تولیدونکو په وینا د بزاګرانو ګټه کمه وي. د هرات د کرنې رئیس وایي: «تیر کال د یوه کیلو زعفرانو بیه له ۳۰ زرو څخه تر ۴۵ زرو افغانیو ته رسیده، خو سږ کال د کیفیت په پام کې نیولو سره هغه د ۵۰ او ۶۰ زرو افغانیو تر منځ پلورل کیږي.»

د هرات د کرنې ریاست د یکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د زعفرانو دوه ورځنی نندارتون هم تر سره کړ. په دغه نندارتون کې شا او خوا ۲۰ شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

له دې سره سره چې د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران په هرات ولایت کې تولیدیږي، خو په وروستیو کلونو کې د بامیان، دایکندي، پنجشیر، بدخشان او نورستان په شمول په ۲۳ ولایتونو کې خلکو د زعفرانو کښت او تولید ته مخه کړې ده.

پ ع

زموږ له آرشيف څخه: