1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د یهودانو عبادتځایونه په بد حالت کې دي

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ شهریور ۸, سه‌شنبه

د هرات یو شمېر اوسیدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د یهودانو کنیسې د غصب او ړنګېدو په حال کې دي او دا چې یو شمیر ېې په جوماتونو او ښوونځیو بدلې شوې دي.

https://p.dw.com/p/4GCbB
Afghanistan | Synagoge in Herat Provinz
د کلیساوو انځورانځور: Privat

د هرات ولایت اوسیدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د یهودانو عبادتځایونو چې لرغوني اثار هم شمیرل کیږي، د ویجاړۍ له ګواښ سره مخامخ دي. لرغون پوهان وايي که دغه لرغونې آثار ونه رغول شي نو ښايي زیان وویني او یا ان ویجاړ شي. په هرات ولایت کې څلور داسې کنیسې موجودې دي چې نیږدې ۳۰۰ کلونه پخوا رغول شوي دي چې د طالبانو تر بیا راتګ او د نړیوالو مرستو تر توقف وروسته په بد وضعیت کې دي. 
د هرات د زاړه ښار یو تن اوسېدونکي حفیظ الله چې د یهوداتو عبادتځای ته څیرمه ژوند کوي، دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه ځینې د ځمکو غاصبینو د دې کنیسې شاوخوا ته کیندل پیل کړي او پلان یې درلود چې د دې لرغونو سیمو ملکیت غصب کړي.» نوموړی د هرات ولایت له ځايي چارواکو غواړي چې د یادو سیمو د غصب لړۍ ودروي او د تاریخي ځایونو د ساتنې غوښتنه کوي.

د «خیالي هدیرو» موجودیت هراتیان اندېښمن کړي دي
هرات د افغانستان له محدود یو شمیر ولایتونو دی چیرته چې پخوا ګڼ شمیر یهود مذهبه افغانان میشت ول. په افغانستان د تیرو څو لسیزو جګړو له کبله ګڼ شمیر افغان یهودانو افغانستان ترک کړی او په نورو هیوادونو کې میشت شوي دي. د افغانستان وروستي یهودي، تیر کال کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته افغانستان ترک کړ.  
د هرات یو تن اوسیدونکی زلمی وايي: «دې وضعيت موږ په غوسه کړې یو. د دې هیواد تاريخي آثار يو په بل پسې له منځه ځي. چارواکي بايد ژر تر ژره د دغو ارزښتناکه ځايونو د نړېدو د مخنيوي اقدام وکړي.»
په هرات کې يهودان د موسيانو په نامه يادېدل چې تر ډیره یې د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کي فعالیت کاوه. همدا راز دوی د ورېښمو د تولید او رنګ کولو په برخه کې د هرات زاړه ښار په چهار سو کې ځانګړی بازار درلود چې عبادت ځایونه یې هم ترڅنګ پراته وه.
د هرات یو تن لرغونپوه محمد صديق مير وايي: «يوه له دغه کنیسو څخه چې د شمایل په نوم یادیږي او د هرات په زاړه ښار کې موقعیت لري په ښوونځي بدله شوې. د ګلکیا په نوم یوه بله کنیسه موجوده ده چې پکې د حضرت بلال په نوم مسجد رغول شوی. د ملا هاشور په نوم بله کنیسه د تخریب سره مخ ده. د یوها کنیسه چې د هرات په عراق دروازه کي موقعیت لري هیڅوک پکې شتون نلري.»
میر زیاته کړه چې اوسمهال په هرات کې هیڅ فرهنګي بنسټ چې د دغو عبادت ځایونو د بیارغونې په برخه کي فعالیت ولري موجود نه دی نو که دا وضعیت دوام وکړي په خبره یې د ځینو دغو عبادت ځایونو ملکیتونه به غصب او یا به یې معماري له منځه ولاړه شي.

طالبان د کابل هرات لویه لار بيارغوي
هاخوا په هرات ولایت کې د مدني ټولنې فعال جواد عمید وايې په هرات کې اکثره د یهودیانوعبادت ځایونه د طالبانو په پناه ځایونو بدل شوي دي. هغه د یونسکو کلتوري سازمان څخه غواړي چې د یوه تفاهم له مخې له طالبانو څخه د دغو لرغونو اثارو د ساتنې او بيا رغاونې مسووليت په غاړه واخلي تر څو په راتلونکي کې د دغو لرغونو ځايونو د ويجاړيدو مخنیوی وشي.
جواد عمید په دې تړاو دویچه ویله ته وویل: «په هرات کې یهودي عبادت ځایونه د یو کال راهیسې د طالبانو په ولکه کې دي او د استراحت ځایونو په توګه ترې کار اخیستل کېږي.»
د طالبانو غبرګون
طالبان په دې هکله خبرو ته ندي حاضر شوي خو په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس نعيم الحق حقاني، له دويچه ويله سره په خبرو کې څه موده مخکې ویلي ول چې د تاريخي آبداتو ساتنه او بيارغونه؛ د دوی د کاري پلانونو په لیست کې دي او هڅه کوي چې د اړتیا وړ بودیجه په دې برخه کې ولګوي.په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ خونه بیا فعاله سوې
باید وویل شې چې د شلمې پېړۍ په مینځ کې د افغان یهودانو شمېر شاوخوا لس زره تنه اټکل شوی وو، چې د وخت په تېرېدو سره د دوی وړې ټولنې یو ځای شوې او په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې هرات د یهودانو کوربه و. د شلمې پیړۍ په نیمایي کې د افغان یهودانو شمیر شاوخوا لس زره تنه اټکل شوی وو.