1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د طالبانو پر موټر برید مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

ناپیژندل شویو وسله والو کسانو په هرات کې د طالبانو موټر په نښه کړي دي چې په پایله کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شول شوي. دغه موتړ د طالبانو د دفاع وزارت له خوا کارول کیدل.

https://p.dw.com/p/4DcvX
Afghanistan Vormarsch der Taliban
انځور: Hamed Sarfarazi/AP Photo/picture alliance

د دوشنبې ورځې په دغه پېښه کې شل نورو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

برید پر هغو سرویس موټرو باندې شوی دی چې د طالبان د الفاروق قول اردو کارکوونکي په کې لیږدول کیدل. د طالبانو یوه ویاند نعیم حقاني، دویچه ویله ته د پیښې په اړه وویل: «نن سهار د فراه د قول اردو د کارکوونکو پر موټر برید شوی چې بریدګر په ځوابي برید کې وژل شوی دی.»

د حقاني په خبره دوو کسانو دغه برید ترسره کړی دی. د طالبانو یوه بل ویاند عنایت الله خوارزمي، هم له آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تأیید کړې ده.

که څه هم ځايي رسنیو په څو بیلابیلو سیمو کې د بریدونو خبر ورکړی او د وژل شویو کسانو شمیر یې تر ۱۸ تنو پورې ښوولی دی، خو د طالبانو ویاندانو یوازې یو برید تأیید کړی. د طالبانو ویاند حقاني ویلي دي چې برید «غیزان سنګر» په نوم سیمه کې شوې ده.

په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي د محدودیت له کبله، په وروستیو وختونو کې د پیښو د دقیقو تلفاتو معلومول ستونزمن وي. لا تر اوسه پورې د برید کوونکي د هويت او انګيزې په اړه څه نه دي ويل شوي خو ډیر وخت د اسلامي دولت یا داعش ډله د دغه شان بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

طالبان: بلخ کې د شیعه‌ګانو پر مسجد د حملې شکمن طراح مو نیولی

د طالبانو پر ضد نورې فعالې ډلې چې په کې د پخواني افغان حکومت پلویان شامل دي، هم دغه ډول بریدونه ترسره کوي.