1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي وسله وال بريد؛ اووه کسان وژل سوي او ۱۳ ټپيان دي

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ آذر ۱۰, جمعه

سیمه ایزو طالب چارواکو او ځايي اوسېدونکو د هرات په دیارلسمه ناحیه کي پر هزاره ګانو د وسله وال برید خبر ورکړی. يوې سرچينې ویلي چې دوو ناڅرګندو وسله والو دغه بريد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Zfat
آرشیف انځور: په هرات کې پر جومات بريد
آرشیف انځور: په هرات کې پر جومات بريدانځور: AFP/Getty Images

يوې سرچیني دویچه ویله ته وویل، دوو ناڅرګندو وسله والو پر هزاره افغانانو د هرات ولایت په جبرئیل ښارګوټي کي بريد کړی چې د ښځو په ګډون پکښې ۷ کسان وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان سوي دي. په دغه ښارګوټي کي تر ډېره هزاره وګړي ژوند کوي.

ځيني سرچینې وايي چې دغه کسان په یوه ریکشه کي سپاره ول، چي تر برید لاندي راغلل.

د پیښي د قربانیانو د شمېر په اړه ضد او نقیض خبري کیږي.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یوې استخباراتي سرچینې، چي نه غواړي نوم يې خپور سي دویچه ویله ته وویل، په دې پېښه کي د دوو ښځو او دوو دیني عالمانو په ګډون اووه کسان وژل سوي دي.

د ده په خبره، تر اوسه د وژل سویو کسانو هویت څرګند نه دی، خو د پيښي د معلومولو په اړه څېړني رواني دي.

یوې بلي سرچینې بیا دویچه ویله ته وویل چې په وژل سویو کي څلور مېرمني دي او ۱۳ نور کسان ټپیان دي.

د هرات ولایت د جبرئیل ښارګوټي یو تن اوسیدونکي احمد علي دویچه ویله ته وویل: «ما ولیدل، چي دوو وسله والو ټکان وکړل، د دوو عالمانو په ګډون پنځه نفره ووژل سول او اته نور ټپیان دي.»

څو اونۍ ترمخه هم ناڅرګند موټرسایکل سپرو وسله والو د اهل تشیع دوه دیني عالمان د هرات ولایت په دوولسمه ناحیه کي ترور کړل.

تراوسه کوم چا یا کومي ډلي د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.