1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نړۍ کي په کرونا اخته کسان تر۴ ميليونو واوښتل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د خپرو شوو معلوماتو له مخې په نړۍ کې د کرونا مبتلايانو شمیر له ۴ ميليون کسانو څخه واوښت. په دغې ناروغۍ تر ټولو ډير اخته کسان په امريکا کې ژوند کوي. حداقل ۲۷۷۰۰۰ کسان ورڅخه مړه دي.

https://p.dw.com/p/3bzcT
USA Corona-Pandemie | Langone Health Hospital  in New York Applaus
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/D. Herrick

په نړۍ کې پر کرونا ناروغۍ د مبتلايانو شمير د ډيريدو په حال کې دی. د جانز هاپکينز پوهنتون له خوا د خپرو شوو معلوماتو پر اساس پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمير له ۴ ميليونو څخه اوښتی دی.

دغه پوهنتون وايي چې تر اوسه پوري د کرونا يا کوويد-۱۹ ناروغۍ له امله په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۷۷ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همدغه راز ۱ ميليون او ۳۰۰ زره مبتلايان بيرته روغ شوي دي.

اوس مهال په امريکا کې پر کرونا ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمیر شاوخوا يو ميليون او ۳۰۰ زرو ته رسیدلی دی. په دې ترتيب د نړۍ په سطحه د کرونا يو په دريمه برخه ناروغان په امريکا کې ژوند کوي.

په دې منځ کې د امريکا متحده ايالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما د کرونا پر وړاندې مبارزه کې د ترمپ حکوت پر کارکردګۍ باندې نيوکې کړي دي. په عين وخت کې د ترمپ د کرونا بحران پر وړاندې مشاور، آنتوني فاوچي هم کورنی قرنطين شوی دی.

د رسمي خپرو شوو شميرو پراساس په افغانستان کې تر اوسه ۴۰۳۳ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د کرونا ناروغۍ په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال په ډسامبرکي د چين په ووهان ښار کې خپره شوه. دغه ناروغۍ تر اوسه مشخص واکسين يا درمل نه لري خو د نړۍ يو شمیر هيوادونه او د درمل جوړولو شرکتونه هڅه کوي چې واکسين يې جوړ کړي.

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: