1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نړی کي د کرونا مړي نیم ملیون ته ورسیدل

۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه

یو نوی غمجن بیلانس: د کرونا ویروس له شیوع را وروسته په ټوله نړۍ کي له هغه څخه د مړو سوو کسانو تعداد تر ۵۰۰ زرو هم واوښت. په دغو ټولو کسانو کي د کرونا ویروس تشخیص سوی وو.

https://p.dw.com/p/3eUXY
Chile Santiago Coronavirus
انځور: picture-alliance/dpa/J. F. Zuniga

د مرکزي اروپا په وخت پرون یکشنبه ماښام د امریکا د جانس هیپکنس پوهنتون د ارقامو په حواله د کرونا د مړو تعداد تر نیم ملیون واوښت. تر دې لږ دمخه هغه انسانان، چي د کرونا ویروس پکښي تشخیص سوی ؤ، تر لس ملیون اضافه سوي ول.

کووید ۱۹ ویروس خصوصأ پر زړو او هغو کسانو کي چي د بدن دفاعي سیسټم یې کمزوری وي، ډیر ژر حمله کوي او د مرګ سبب یې کیدلای سي.

په کرونا اخته دغو کسانو یو پر څلورمه برخه د امریکا په متحده ایالاتو کي وه، چیري چي د کرونا ویروس ډیر ژر خپور سو. د هغه څخه تر ټولو ډیر مړه سوي کسان هم په دغه هیواد کي موجود دي. په امریکا کي د کرونا پانډمي څخه تر ۱۲۵۰۰۰ اضافه انسانان مړه سوي دي. په دوهم ځای کي برازیل په تر ۵۷۰۰۰ اضافه مړو او ۱،۳ ملیونه اخته سوو کسانو سره قرار لري.

خو په ځینو اروپايي هیوادونو کي هم له کرونا څخه نسبتأ ډیر کسان مړه سوي دي. په داسي حال کي، چي د امریکا په متحده ایالاتو کي د ۱۰۰۰۰۰ اوسیدونکي پر سر تقریبأ ۳۸ کسان مړه سوي دي، بیا په بریتانیا کي ۶۶، په ایټالیا کي ۵۷ او سویډن کي ۵۲ تنه دي. خو بیا په جرمني کي تر ټولو لږ، یعني ۱۱ کسه مړه سوي دي.

زموږ له آرشيف څخه: