1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي ښځو ته د بڼوالۍ زمينه برابره سوې

۱۳۹۷ خرداد ۲۴, پنجشنبه

په ننگرهار کې د ملگرو ملتونو هابيتات پروگرام د ښځو له پاره په باغونو کې د کار زمينه برابره کړې ده. په جلال آباد کې کابو سل تنې ښځي د باغوانونو په توگه کار کوي چې دا د افغانستان په څير سنتي ټولنې کې يو غير عادي کار بريښي.

https://p.dw.com/p/2zWu6
Afghanistan Frauen Feldarbeit Argarkultur Landwirtschaft
انځور: Getty Images/H. Hashimi

په لومړي ليدو دا يوه عادي چاره ده چې ښځې د گلانو په کرلو او پاللو بوختي دي، خو د جلال آباد ښار په عامه باغونو او بڼونو کې د کارکوونکو ښځو دا ډير څه دي: دا د دوی له پاره د افغانستان په يوه ډير سنتي او بې ثباته ولايت کې تر کور دباندې د کار يو کم ساری چانس دی.

د جلال آباد ښار په دې عامه بڼونو کې ښځو چې مخونه يې نيم پټ دي، د خپلو نارينه وو همکارانو په څير نارنجي کميسونه اغوستي دي. دا د هغې آبې رنگه برقعې سره ډير تفاوت لري چې په جلال آباد ښار کې يې ځيني ښځې پر سروي.

د جلال آباد دغه بڼوالي (باغواناني) چې ټولي بې وزله او زياتره یې کونډي دي، په اوونۍ کې شپږ ورځي د گلابو او د ميوو د ونو په پالنه بوختي وي. د دوی مياشتنی معاش ۱۳۰ ډالر دی چې دا د زياترو له پاره د ژوند لومړۍ پخپله گټلي پيسې دي.

د ملگرو ملتونو د Habitat  پروگرام چې دا نوښت یې پيل کړی دی، په ننگرهار کې یې له کورنيو سره په دې اړه ډير اوږده بحثونه وکړل څو په دې پروژه کي ښځي کار کولو ته قانع کړي.

په جلال آباد کې د يو اين هابيتات د «پاک او رزغون ښار» پروگرام مشر محمد نادر څرگند، وويل: «دا د ښځو له پاره تر کور دباندې د کار لومړۍ تجربه ده.» هغه زياته کړه چې د افغانستان په ختيځ کې «پر ښځو قيودات ډير زيات دي. دوی ته د يوه نارينه له ملتيا پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کيږي.»

د ملګرو ملتونو دا پروگرام په ۲۰۱۶م کال کې پيل شو چې موخه یې په ښارونو کې د پارکونو او بڼونو بيارغونه وه او دا چې په دې پروژه کې هغه تر ټولو ډيره اړمنه طبقه يعني ښځې او هغه کورنۍ چې د جگړو له کبله بې ځایه شوي دي، شامل کړل شي.  

 په دې پروگرام کې د افغانستان د ډيرو ولايتونو څخه چې کابل هم پکښې دی، کابو ۸۰۰۰ گډونوال انتخاب شول څو هغوی ته د باغوانۍ روزنه ورکړل شي. په دوی کې ۱۰۰۰ ښځې دي چې له دوی څخه یې ۱۰۰ د ۱۸ او ۶۰ کالونو ترمنځ سن لرونکي د جلال آباد دي.

۲۶ کلنه ليلما شيرزاد دلته د کارکوونکو ښځو مشره، چې مخ او ځان يې په پړوني کې داسې پيچلې چې يوازې سترگې يې ښکاري، وايي: «نارينه فکر کوي چې ښځې يوازې د کور کار کولای  شي. د باغوانۍ په برخه کې له مرستې سره موږ خلکو ته وښووله چې ښځې نور ډير څه کولای شي.»

په ننگرهار کې له کوره د ښځو وتل او کار کول يوه عادي خبره نه ده. دا ولايت چې په توره بوره کې يې د القاعدې مشر اسامه بن لادن پټ وو، اوس داعش ډلي يو پوخ سنگر بلل کيږي.

د نړيوال بانک په حواله په ۲۰۱۷م کال کې ۱۹ سلنه ښځو رسمي دنده درلودله. د يو اين هابيتات پروگرام مشر محمد نادر څرگند، وويل: «په جلال آباد او کندهار کې په دې برخه کې کار کول تر ټولو مشکل وو.»

د آسيا فاونډيشن د ۲۰۱۷ م کال د می میاشتي يوه څيړنه ښيي چې د پوښتل شويو پښتونو افغانانو څخه ۶۶ سلنه د ښځو د کوره څخه د باندې کار بد نه گڼي په داسې حال کې چې په ملي کچه دا فيصدي ۷۴ ده. څرگند وويل: «تر ټولو لويه انديښنه داوه چې کورنيو ته دا ډاډ ورکړو چې ښځې به تر کور دباندې د کار پر وخت له نارينه وو سره نه په تماس کې کيږي.» هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه: «په لومړۍ اوونۍ کې وروڼو او مړونو په دوامداره توگه څارنه کوله چې عزت او وقار یې ساتل کيږي که نه.»

د جلال آباد په پارکونو او بڼونو کې په کار بوختې زياتره هغه کونډي دي چې د خاوندانو له مړينې سره یې د کورنۍ له پاره نفقه برابرونکی له لاسه ورکړی.

نجيبه چې د بې بې سايره په نوم بڼ کې کار کوي، وايي: «خلک راته وايي چې له نارينه وو سره بايد کار ونه کړې خو زه ډيره خوښه يمه چې دا کار لرم او ډيره خوښه یمه چې دلته راځمه.» هغې په خپلو خبرو کې زياته کړه: «زه هيله لرم چې لوڼې هم راسره دلته کار وکړي.»

تورپيکۍ چې د ښځو چارو وزارت يوه استازې ده، وايي چې له دې ښځو یې زياتره د ملگرو ملتونو له خوا پر لاره اچول شوي ورکشاپ کې برخه اخيستې ده. هغې وويل: «افغانې ښځې ډيري ځواکمنې دي چې چيري دوی ته نارينه وو په څير د کار چانس ورکړل شي او دوی يې وغواړي.»

د بودجې د کمښت له کبله د افغانستان د ښارونو د زرغونولو دا پروگرام په جلال آباد کې د جون په پای کې او په نورو ځايو کې په دسمبر میاشت کې پای ته ورسيږي. خو يو اين هابيتات هيله لري چې د ښارواليو په مرسته به وکولای شې د دې پروگرام له پاره نور دونران پيدا کړي.

AFP (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: