1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې داعش ډله څومره ځواکمنه ده؟

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ تیر ۶, یکشنبه

په ننګرهار ولایت کې د دولتي ځواکونو او اسلامي دولت غړو تر منځ جګړې په لسهاو تنه وژلي دي. که څه هم افغان حکومت د دغې ډلې پر ضد د پراخو لاس ته راوړنو خبره کړې وه خو وروستۍ جګړه په ننګرهار کې د داعش حضور ښيي.

https://p.dw.com/p/1JDsV
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په وروستیو میاشتو کې د داعش ډیری جنګیالي د امریکا متحده ایالاتو د هوایي بریدونو له ویرې د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو غرونو ته په تیښه اړ شوي وو.

وروستي بریدونه ښيي چې داعش اوس هم افغان حکومت په سیمه کې میشتو ملکي وګړو ته ګواښ رامنځ ته کوي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي، په یوې بیانیه کې ویلي دي چې لږ تر لږه ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان دي.

سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې ده چې په تیرو درو ورځو کې د اسلامي دولت له ۱۰۰ څخه ډیر یاغیان وژل شوي دي. خو د وژل شویو یاغیانو دقیق شمیر روښانه نه دی ځکه دغه شمیر د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.

کندزي ویلي دي: «په دې کې شک نه شته چې داعش د هیچا درناوی هم نه کوي.» هغه زیاته کړې ده: «هغوی انسانان وژني او په په دې فکر نه کوي چې دا ماشومان دی، او که ښځې. هغوی مدرسې، ښوونځي او مسجدونه سوځوي.»

د ننګرهار چارواکو ویلي دي چې په کوټ ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۲۵ کورونه سوځول شوي او پنځه کسان هم برمته شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو قوماندان زورور زاهد، ویلي دي چې اوس په سلهاو امنیتي چارواکي په سیمه کې ښکیل دي او اضافی سرتیري هم د رسیدو په حال کې دي.

له بلې خوا په کابل کې د دافغانستان د مدني ټولنې د بنسټ مشر صدیق انصاري، سیمه ییز چارواکي د داعش پر وړاندې په نه اقدام کولو تورن کړل او د هغوی د ګوښه کیدو غوښتنه یې وکړه.

هغه خبریالانو ته وویل: «هغوی [سیمه ییز چارواکي] باید په ننګرهار کې د هر قطرې تویې شوې وینې ځواب ووایي ترڅو دا د نورو له پاره یو درس شي.»

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د عراق او سوریې په څیر پرمختګ نه دی کړی، خو بیا هم د دغې ډلې جنګیالي وخت نا وخت په ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې ستونزې رامنځ ته کوي.