1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ننګرهار کې د وژل شویو شمیر ۳۲ ته لوړ شو

۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

چارواکو ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې پر مظاهره کوونکو باندې د یوه ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي. په پیښه کې تر ۱۲۰ ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/34f7c
Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Safi

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مشر نجیب الله کامه وال، د مرګ ژوبلې دغه شمیر تأیید کړی. د ننګرهار د پولیسو قوماندان جنرال غلام سنايي ستانکزي، وویل چې د اچین ولسوالۍ په لسونو اوسیدونکي د مهمند درې سیمې ته راغلي ول چې د تورخم او جلال آباد تر منځ لویه لاره وتړي.

د ستانکزي په خبره ځايي اوسیدونکو د یوه سیمه ایز قوماندان پر ضد مظاهره کوله چې ځانمرګی برید پرې وشو. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا برید کوونکي د مظاهرې له موضوع خبر وو او که نه.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې، خو تر دې مخکې طالبانو او ترهګرې ډلې داعش په ننګرهار ولایت کې ورته بریدونه کړي دي.

تر دې مخکې د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي، له دویچه ویله سره په خبرو کې د پیښې پخلی کړی وو او یوازي يې د پنځو تنو د وژل کیدو خبره تائيد کړې وه. خو هغه ټینګار کړی وو چې دغه شمیر لوړیدای شي. د خوږیاڼي په خبره په چاودنه کې ۳۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

آژانسونه/ امید دیدار