1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په نننۍ لوبه کي افغان کريکټ لوبډله د بريا چانس لري؟

۱۳۹۸ تیر ۸, شنبه

افغانستان د کريکټ نړيوال جام په سياليو کې نن (د جون ۲۹مه) خپله اتمه لوبه له پاکستان سره ترسره کوي. افغانستان تر اوسه په دغه جام کې خپلې ټولې اوه واړه لوبې بايللي دي. ننۍ لوبه افغانستان ته څومره مهمه ده او څوک به يې وګتي؟

https://p.dw.com/p/3LJtj
Cricket Afghanistan vs Pakistan 27.02.2014
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

افغانستان نن د افغانستان په وخت د ماسپښين دوه بجې خپله اتمه لوبه له پاکستان سره ترسره کوي. افغان کريکټ پوه ابراهيم مومند دویچه ويله ته وويل چي په تيروو اوو ماتو او د افغان مینه والو نيوکه ته په کتو، د افغان لوبډلې مورال ډير ټيټ دی. خو مومند زياته کړه چې افغان ټيم ته په کار تر څو خپل مورال قوي وساتي، ځکه دوی تر دې مخکې په تمريناتي لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړې او نن هم که ښه لوبه وکړي بريا به يې په برخه وي.

مومند وايي: «افغان کريکټ بورد او لوبډله د مينه والو له خوا تر سختو فشارونو او نيوکو لاندې ده، خو لوبډلې ته په کار ده چې خپلې تيرې ماتې هيرې کړي او نن يوازې پر ننۍ لوبه باندې تمرکز وکړي.»

مومند زياتوي: «که چيرته ښه انتخاب وشي، او لوبغاړي د هغو د وړتياو مطابق په مناسب ځايونو کې راښکته شي د بريا چانس ډير دی.» مومند د افغان لوبغاړو پر وړتياو باورمند دی، خو وايي د لوبې له پاره د ښه پلان جوړول اړين دی. د مومند په وينا لوبډله د ښه پلان په شتون کې کولای شي ښه لوبه وکړي او ګټونکې شي.

د هغه په وينا په نړيوال جام کې لوبيدونکې هره لوبډله بايد د لوبې له پاره درې پلانونه ولري که چيرته لوبډله په لمړي پلان کې ناکاميږي له دوهم او دريم پلان څخه کار واخلي، خو په وينا يې چې افغانستان تر اوسه په خپلو تيرو لوبو کې دغه کار نه دی کړی. مومند وويل: «افغانستان تر اوسه په دې نه دی توانيدلی چې په خپل لومړي پلان کې تر ناکاميدو وروسته يې له بي او سي پلان څخه کار اخيستلی وی.»

هغه وايي د ننۍ لوبې ګټل ځکه د افغان لوبډلې له پاره ډير مهم دي چې د افغانستان خلک نه غواړي پاکستان يې ټيم ته ماتې ورکړي. په عين وخت کې پاکستان به هم تر ډیره هڅه کوي تر څو له افغانستانه دغه لوبه وګټي او سيمې فاينل ته د وتلو چانس يې زيات شي.

په روان نړيوال جام کې د افغانستان پر له پسې اوو ماتو افغان مينه وال يو څه ناهيلي کړي دي او داسې ښکاري چې نننۍ لوبې له پاره افغان مينه وال په ډيره انديښنه کې وي.

په کندز کې د کريکټ مينه وال ګلرحيم نيازمن وايي چې دی نه غواړي نننۍ لوبه وګوري. هغه وايي د ليدونکو فشارونه پر لوبډلې باندې منفی اغيز اچوي او دی نه غواړي د لوبې په ډګر کې د لوبغاړو له پاره د يو بل اضافي فشار سبب واقع شي.

نيازمن وويل: «زه نن لوبه نه ګورم خو په غياب کې مو هيله دا ده چې افغان لوبغاړي ښه لوبه وکړي او ننۍ لوبه وګټي.» 

د کريکټ کارپوه ابراهيم مومند په روان جام کې د افغانستان د تيرو اوو ماتو په اړه د افغان لوبډلې د کم تجربګۍ او نورو ستونزو تر څنګ د کپټان ګلبدين نايب هم ګرم بولي.