1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناڅاپي سيلاب کې د هندوستان ۲۳ سرتيري لادرکه شوي

۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبه

د هندوستان پوځ خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد په شمال ختیځ ایالت سیکیم کې د یوه ناڅاپي سيلاب د جاري کيدو په پېښه کې ېې ۲۳ سرتيري لادرکه شوي دي. چارواکو په زیانمنونکو سيمو کې د عاجلو خدماتو د پیل خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4X6Lh
Indien | Starkregen im Himalaya
انځور: AFP

د هند پوځ د چهارشنبې په ورځ وويل چې په سیکیم ایالت کې د تېزو ورښتونو له امله په لهوناک سيند کې سيلاب جاري شوی دی.

د پوځ په خبره، د سيلاب له کبله ۲۳ پوځي پرسونل لادرکه شوي، د پوځ یو شمېر موټر تر خټو لاندې شوي او د نجات عملیات جریان لري.

رويترز خبري آژانس د یو ایالتي چارواکي له قوله ويلي دي چې په احتمال سره د سيمې شاوخوا ۱۵زره کسان تر اغیزلاندې دي او لږ تر لږه اته پلونه اوبو لاندې کړي دي.

د پوځ له خوا په خپرو شوو انځورو کې پر سړکونو له سيلابه پاتې خټې او د برېښنا پرې شوې شبکې ترسترګو کیږي.

چارواکو په زیانمنونکو سيمو کې د اضطراري خدماتو د پيل خبر ورکړی او له خلکو ېې غوښتي چې له غیرضروري سفرونو ډډه وکړي.

په هندوستان کې د موسمي ورښتونو پر مهال معمولا شديد سيلابونه جاري کیږي. په هند کې د ورښتونو موسم په جون میاشت کې پيليږي چې تر اکتوبر پورې ادامه پیدا کوي. کارپوهان په دې باور دي چې اقليمي بدلون آب و هوايي پيښې ډېرې کړي دي.

(AFP) pa/af/mks/nz