1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میليونو د کار مهاجر له نامعلوم برخه لیک سره مخامخ دي

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

د کار نړیوال سازمان د اټکل له مخې د کرونا وبا خپريدلو له کبله په ميليونونو د کار مهاجرو خپل کارونه له لاسه ورکړې. هغوي خپل اصلې ټاټوبو ته بيرته ستنيږي او هلته يې بیا بيکارې ګواښې.

https://p.dw.com/p/3eJVq
Griechenland Proteste von Flüchtlingen auf Lesbos
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/Eurokinissi

د کرونا وبا په خپريدلو سره اقتصادې وده ځپل شوې چې له مخې يې د کار مهاجرو ته سخت زيان اوښتی دی. په ژنيو کې د کار نړيوال سازمان وايې چي له همدې کبله په ميليونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او مجبور شوي چې بيرته خپلو اصلي ټاټوبو ته وروګځي.

د یاد سازمان کارپوهې مانويله تومې خبريالانو ته ويلي: »ډير کله له دوي څخه د کار په له لاسه ورکولو سره د اوسیدنې ويزه هم ترې اخيستل کيږي.«

هغه له حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې خپل هيواد ته بيرته راستانه شوي کسان د کار په بازار کې مدغم کړي. نوموړې خبرداری ورکوي چي »دا له ډيرو ستونزو څخه يوه ستونزه ده» ډير اصلي هيوادونه د بیرته راستنو شويو کډوالو له پاره ناوړه چوکاټ لري چې له مخې يې دوي ته کار ورکړي.

د کار نړیوال سازمان (آي ال او) اټکل کوي چې په ټوله نړۍ کې ۱۶۴ ميليونه د کار مهاجر دی چې نیمايي يې ښځې دي. دا په نړۍ کې د کارکونکو ښځو ۷،۴ سلنه دي. د کرونا ويروس وبا په خپريدلو سره چې پر سفر کولو بندیز لګيدلی ډير دغه کسان خپل اصلی ټاټوبو ته نه شی ستنېدلای او هماغه د هجرت په هيوادونو کې پاتې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې ۲،۱ ميليونه کاريګر نيپال، ایندونيزیا او مايانمار ته بیرته ستانه شوي دي. د هغوی ډيری په نږدې ختيځ کې په کارونو بوخت ول.

Symbolbild Kongo Flüchtlinge
انځور: Reuters/J. Akena

د ملګرو ملتونو د کار آژانس له هغو هیوادونو څخه چي دغو مهاجرو ته کار کوي، غواړي چې د هغوی له اصلي هیوادونو سره يو ځای دغو ستونزو ته د حل لارې ومومي.

ډير هغه کډوال چې په کوربه هیواد کي پاته دي د کار په له لاسه ورکولو سره فقر او بیوزلۍ سره مخامخ شوي دي. دوی هيڅ ډول ټولنیز ډاډ، د خوراک له پاره پیسې او سرپناه نه لري. نور کډوال بیا په ډيرو لږو پیسو باید ګوزاره وکړې.

په اصلي هیوادونو کي د دغه کاريګرو کورنۍ چې دوی به پيسې ورته استولې اوس هيڅ هم نه تر لاسه کوي.

د کار نړيوال سازمان د ۲۰۱۹م کال په پرتله د ۱۱۰ ميليارده امریکايي ډالرو کمښت شميرلی دی. دغه سازمان ياده ارزونه د نړیوال بانک د معلوماتو له مخي کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: