1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مکسيکو کې افغان روبات جوړونکو نجونو ته مراسيم نيول شوي

۱۴۰۰ شهریور ۲۹, دوشنبه

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته مکسيکو ته مهاجرې شوې افغان روبات جوړونکې نجوني په مکسيکو ښار کې د بایسکلونو په یو پريټ کې د برخوالو په توګه راڅرګندې شوې.

https://p.dw.com/p/40Xt5
Mitglieder des afghanischen Robotikteams in Mexico
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزير، مارسيلو ابرارد، افغان روباټ جوړونکو نجونو څخه د هرکلي پر مهالانځور: Mexico's Foreign Relations Ministry/ REUTERS

د بایسکلونو دغه پريت یا رسم ګذشت د يکشنبې په ورځ په پلازمېنه مکسیکو سيتي کې دغو افغان نجونو د ښه راغلاست په موخه جوړ شوی وو. د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه مراسم د «مکسیکو تاسو ته غاړه درکوي» په نوم جوړ شوی وو. دغه مراسم د مکسیکو د بهرنيو چارو وزیر د مرستیالې، مارتا دلگادو پرالتا له خوا په لاره اچول شوي ول.

نوموړې هغه میرمن ده چې په مکسیکو کې دغو افغان نجونو په ځای پر ځای کېدو کې يې هلې ځلې کړي دي. هغې د بایسکلونو دغه پريټ د مکسیکو سيتي د پخوانيو وختونو د يوې دودیز يکشنبې ورځې په ماسپښین جوړ کړی وو.

په دغه پریټ کې چې په لسونو نورو ښځو هم ګډون درلود د مکسيکو سيټي د انقلاب د يادښت ودانۍ پر لور روان وو.

Afghanistan Robotic Team
افغان روباټ جوړونکې نجونې په هرات کې د زدکړو پر مهال ۲۰۱۷انځور: picture alliance/AP Photo/A.Seir

د افغان روبات جوړونکو نجونو د ټيم یو شمیر غړو وويل: «موږ غواړو مننه وکړو، په ځانګړې توګه له مرستيالې وزیرې چې تل يې زموږ سره مرسته کړې او د دې سهولت يې مهیا کړ چې موږ اوس دلته یوو، خوښ وخت ولرو، د مکسیکو شاوخوا ووینو او له یو بل سره اشنا شو.»

د دوی له ډلې يوې ېې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ تر هر څه د مخه د مکسیکو له حکومت څخه مننه کوو چې موږ ته يې دغه سهولت مهیا کړی دی.» هغې د امنيتي دلایلو له مخې د خپل نوم له ښودلو ډډه کړې ده.

د افغانستان د روباټ جوړونکو نجونو ډله چې له شلو نجونو جوړه ده، په ۲۰۱۷م کال کې يې د نړۍ د روبات جوړونکو په سیالۍ کې ځانګړې جایزه وګټله. دغه ډله وتوانیده د کرونا وبا پر مهال په افغانستان کې د موټرو د زړو پرزو څخه د تنفس مصنوعي دستګاه جوړه کړه.

Mexiko weibliche afghanisches Robotikteam
د افغان روباټ جوړونکو نجونو د ډلې ویاند مکسیکو ته په رسیدو ويلي وو: «د طالبانو په خاطر به زموږ هیلې پای ونه مومي.»انځور: REUTERS

د افغان روبات جوړنکې نجونې له پنځو ټيمونو څخه جوړه ده چې له هغو څخه یوه ټيم يې لومړني مهاجر ول چې د طالبانو تر بشپړې ولکې وروسته مکسيکو ته ورسیدله.

طالبانو له افغانستان څخه د امریکايي قواو په وتلو د اګست میاشتې پر ۱۵مه کابل ونيو او پخوانی حکومت يې ړنګ کړ.

مکسیکو هیواد تر اوسه پورې ټول ټال ۳۹۱ افغان مهاجر اخیستي دي چې اکثریت يې افغان ژباړونکي او د هغوی د کورنيو غړي دي کوم چې د طالبانو په راګرځيدو سره يې خپل ژوند په خطر کې لیدو.

د افغان روباټ جوړونکو نجونو د ډلې ویاند هغه مهال چې دغه ډله مکسیکو ته ورسیدله ويلي وو: «د طالبانو په خاطر به زموږ هیلې پای ونه مومي.»

آ/م.ک.ص./ن.ز.