1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په موصل کې په لسونو زره کسان بې ځایه شوي

۱۳۹۵ آبان ۱۹, چهارشنبه

د عراق پوځ او کردي پیشمرګه جنګیالو په ګډو پوځي عملیاتو کې چې له داعش څخه د موصل ښار د بیرته نیولو په موخه ادامه لري، تر اوسه ۴۲ زره انسانان له دغې سیمې څخه بې ځایه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2SQFQ
Irak Kampf um Mossul gegen den IS - Flüchtlinge aus Hammam al-Alil
انځور: Reuters/T. Al-Sudaini

له هغه وروسته چې له داعش ترهګرې ډلې څخه د موصل ښار د بیرته نیولو له پاره نظامي عملیات پیل شول، تراوسه کابو ۴۲ زره کسان له دې ښار څخه بې ځایه شوي دي. دغه شمیرې د مهاجرت د نړیوال سازمان له خوا تازه خپرې شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان په خپله انترنت پاڼه لیکلي دي چې د روانو پوځي عملیاتو له امله ۴۱ زره او ۹۸۸ کسان له دې ښار څخه وتلو ته اړ شوي دي. دغه نظامي عملیات د اکتوبر میاشتې پر ۱۷ نیټه پیل شوي دي. یو ورځ مخکې دغه سازمان خبر ورکړی وو چې د داوړو لورو د جګړو له امله ۳۴ زره انسانان بې ځایه شوي دي.

د بې ځایه شوو کسانو له ډلې څخه زیاتره یې د موصل ښار د پلازمېني اوسیدونکي دي. تیره شپه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې له خوا د یو بل خپاره شوي رپوټ پر اساس خیریه سازمانونو پر دغو بې ځایه شوو کسانو او هغو کسان چې د جګړو له امله تیښتې ته اړ شوي، خوراکي توکي، اوبه او درمل ویشلي دي.

په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت چې داعش د موصل ښار په ګډون د عراق ځینې برخې ونیولی، دغې ډلې موصل خپله پلازمینه اعلان کړه.

د عراقي ځواکونو، کردانو پیشمرګه جنګیالیو او شیعه جنګیالو په ګډون چې واشنګټن یې ملاتړ کوي کابو ۱۰۰ زره سرتیري په دغو پوځي عملیاتو کې برخه لري او د امریکا متحد ایالات یې هوايي ملاتړ کوي.

په خپله دوه کلنه دوره کې، داعش ترهګرې ډلې په مرکزي او جنوبي عراق کې په سونو انسانان وژلي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ویلي دي چې دوی له موصل ښار څخه په یوه وتلې سیمه کې د ۵۰ عراقي سرتیرو د وژنې پیښه څیړي.

نور مطالب: