1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې استعفا وکړه

۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې نیکي هیلي غواړي چې د روان میلادي کال په پای کې خپله دنده پریږدي. د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د هغې استعفالیک منلی دی.

https://p.dw.com/p/36G4z
USA Nikki Haley, US-Botschafterin bei den UN & Donald Trump, Präsident
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ ویلي دي چې هغه د نیکي هیلي استعفا منلې ده. د هغه په خبره هیلي نیم کال مخکي ده ته د خپلې دندې د پریښودو هیله څرګنده کړې وه. د ترمپ په خبره هیلي فوق العاده کار وکړ. ترمپ به د نیکي هیلي د ځای ناستي د ټاکلو په هکله په راتلونکو دوو یا درو اونیو کې پریکړه وکړي. ترمپ هیله څرګنده کړې چې هیلي په یوه بل موقف کې بیا وروګرځي.

نیکي هیلي بیا ویلي دي چې نه غواړي په ۲۰۲۰م کال ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي، بلکې غواړي د ترمپ د بیا ځلې ټاکل کیدو له پاره هلې ځلي وکړي. هغې ویلي دي چې «دا مهمه ده چې څوک پوه شي چې کله د تګ وخت رارسیدلی دی.»

نوموړي محافظه پاله جمهوري غوښتونکي چې د ترمپ پر وړاندې يي وفاداري وښوده، د ولسمشریزو ټاکنو د انتخاباتي کمپاین دمخه د ترمپ په ملاتړو کې نه شمیرل کیده. هغه متحده ایالاتو ته د یوه کډه شوي سک پلار لور ده، چې په سویلي کارولینا کې زیږیدلې ده او بیا وروسته عیسویت ته اوښتې ده.

مخکې له دې چې په ۲۰۱۰م کال کې نیکي هیلي د سویلي کارولینا ګورنره شي، د خپل ایالت استازې وه. د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ میاشت کې سنا مجلس په ملګرو ملتونو کې د هغې استازیتوب تائید کړ. په امريکا کې دغه څوکۍ ډیره مهمه بلل کيږي.

استعفاوې او له دندو ګوښه کول

نیکي هیلي د هغو مامورینو په ډله کې راځي چې د ترمپ له ادارې څخه یا وخت ترمخه تلل غواړي او یا هم باید تللي وای. د هغو کسانو په نوملړ کې چې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې د ترمپ د واکمنۍ له پیلیدو راهیسې یا یي باید استعفا کړې وای او یا باید ایستل شوي وای پر نورو سربیره د ترمپ امنیتي سلاکاران مایکل فلن او مک ماسټر، د ترمپ د اړیکو د نیولو چارو مشره هوپ هکس او همداشان د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن شامل دي.

زموږ له آرشیف څخه: