1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ور نه کړل شوه

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ آذر ۲۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په خپله تازه پرېکړه کې د افغانستان د نمایندګۍ په اړه پرېکړه ځنډولې ده. طالبان دا کار جفا ګڼي.

https://p.dw.com/p/4aNqg
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍانځور: Denis Balibouse/REUTERS

د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د ملګرو ملتونو دا څوکۍ د افغانستانو د خلکو حق دی او دا مسوولیت موږ په ښه توګه ترسره کولای شو خو د ملګرو ملتونو او نړۍ دا ظلم به همداسې روان وي.»

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې د باور لیکونو کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازیتوب په اړه دوه جلا مکتوبونه ترلاسه کړي دي‌، ‌چې یو یې په اګست میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي نصیر احمد فایق له لوري او بل یې په سپتمبر میاشت کې د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت له لوري دی.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

خو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ پرېکړه کړې ده چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ په درېیم ځل هم د طالبانو ادارې ته ونه سپاري. د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پرېکړې کې ویل شوي دي چې د باور لیکونو کمېټې پرېکړه کړې ده چې د افغانستان د نمایندګۍ په اړه خپله پرېکړه وځنډوي. په دې سره به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ بیرته پخواني استازي ته ورکول کېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست دی او د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو په غونډو کې برخه اخلي. دا درېیم ځل دی چې ملګري ملتونه د افغانستان د دایمي استازیتوب د څوکۍ په اړه پرېکړه ځنډوي او د طالبانو ور معرفي کړی استازی ردوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب