په مصر کې د جمهور رئیس د ټاکل کېدو پر سر شخړي روانې دي
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهاعلان
په مصر کی د جمهور رئیس د ټاکل کېدو پر سر سختی شخړې رامنځ ته سوې دي. که څه هم د ټاکنو پایلې باید د پنجشنبې په ورځ اعلان سوې وای، خو د اخوان المسلمین ګوند مخکې له مخکې خپل نوماند محمد مورسي، د دغو ټاکنو د ګټونکي په توگه اعلان کړ. هغه د ۵۲ سلنه رایو په لاس ته راوړولو سره له خپل سیال نوماند احمد شفیق، څخه چې د پخواني واکمن حسنې مبارک، له پلویانو څخه دئ او ۴۸ سلنه رایې ئې گټلې دي، ټاکنې گټلې دي.