په مزارشریف ښار کې د طالبانو برید پنځه تنه ووژل
۱۳۹۴ فروردین ۲۰, پنجشنبهپه مزارشریف ښار کې د پنجشنبې په ورځ درنې چاودنې او د سپکو وسلو غږونه واوریدل شول. د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست عبدالرزیق قادري، د فرانسې خبري آژانس ته د برید تر پیلیدو لږ وروسته وویل: «زموږ لومړني معلومات ښيي چې وسله وال کسان د بلخ ولایت د څارنوالي ریاست ته ننوتي دي. هغوی پر امنیتي ځواکونو باندې ډزې کړې دي او نښته اوس هم دوام لري.»
د پیښې په ترڅ کې درې برید کوونکي د بلخ ولایت د څارنوالي ریاست ته ورننوتل او پر افغان ځواکونو او ملکي وګړو باندې لاسي بمونه واچول. برید کوونکي همداراز د سپکو وسلو ډزې هم کړي دي.
د پيښې له کبله د پنځو تنو وژل شویو کسانو په ډله کې درې تنه پولیس هم شامل دي. پر دې سربیره د ښځو او ماشومان په ګډون شاوخوا ۵۵ تنه ټپیان شوي هم دي چې د چاواکو په خبره د ځینو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
طالبان په مزارشریف ښار کې د پنجشنبې ورځې د برید پړه بر غاړه اخیستې ده. دغه ډله وخت نا وخت پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي ادارو باندې ورته بریدونه ترسره کوي.
تر دې یوه ورځ مخکې په جلال آباد ښار کې یوه افغان سرتیري پر امریکایي سرتیرو باندې ډزې کړې وې چې په پایله کې یو امریکایي ووژل شو او څو تنه نور ټپیان شول.